تاشقند 24 جون (اے پی پی) پاكستان د شنګھائي مرستې تنظيم بشپړ غړې جوړیدو لپاره د ميمورينډم آف اوبلي ګېشنز د جمعې پھ ورځ لاس ليك كړو كومو چې د روسيې٬چين٬او د مينځنۍ آسيا د نورو هېوادونو د امنيتي ٬معاشي او د توان د مرستې يو مهم تنظيم دے۔اولس مشر ممنون حسېن د ازبكستان پھ پايه تخت تاشقند كښې د اېس سي او د مشرانو د كونسل په 16مه غونډه كښې د لاس ليك پھ دستوره كښې ګډون وكړو۔د وزيراعظم د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز يادښت لاس ليك كړو۔پھ دستاويز لاس ليك سره پاكستان د بشپړ غړي جوړېدو په اړه يو مهم ګام اخستې۔پاكستان د 2005 څخه د مبصر پھ حېث د دې تنظيم برخه دے۔د مشرانو په غونډه كښې هند هم پاكستان سره په تفاهم لاس ليك وكړو كوم چې د تنظيم د پراختيا په لړ كښې يو مهم قدم دے۔لاس ليك سره د غړي هېواد پھ حېث د پاكستان او هند د ګډون عمل پېل شوې۔د دې څخه وړاندې اېس سي او د پاكستان او هند ګډون لپاره په جولائي 2015 كښې د روسيې پھ اوفا ښار كښې د اېس سي او د مشرانو پھ غونډه كښې منظوري وركړی وه۔د چين ٬روسيې٬قزاخستان٬ازبكستان او د تاجكستان پشمول د غړو هېوادونو خارجه وزيرانو تېره مياشت پاكستان او هند لپاره د ميمورينډم آف اوبلي ګېشنز اختيار وركړی وو٬ د پاكستان د غړيتوب به روسيې سره په عسكري او تكنيكي مرسته او چين سره د مواصلاتو د لويو پروژو په اړه پھ يو شمېر مهمو چارو مثبت آغېز وشي۔اېس سي او به پاكستان ته پھ منطقه كښې مستحكم مقام او د چين٬روسيې او د مينځني آسيا د هېوادونو ډلې سره وسيلو ته د رسنې پھ اړه موقعې هم وركړي۔چين٬روس٬قزاخستان٬كرغزستان٬تاجكستان او ازبكستان د دې تنظيم بشپړ غړي دي۔ايران٬افغانستان٬بېلاروس او منګوليا د دې تنظيم د مبصر درجه لري
پاكستان د شنګھائي مرستې تنظيم بشپړ غړې جوړیدو لپاره د ميمورينډم آف اوبلي ګېشنز لاس ليك كړو
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن