لاهور 09 اپرېل (اے پي پي) د هېواد مستحقو كورنيو ته دولس زره روپۍ د كورنۍ په سر د وركولو په پروګرام وزيراعظم عمران خان ته پېروزئنې وړاندې كولو لپاره پنجاب اسمبلۍ كښې يو قرارداد د تحريك انصاف د صوبائي اسمبلۍ غړي مسرف جمشېد چيمه لخوا جمع كړې شوې ٬ په قرارداد كښې وئيلي شوي وزيراعظم عمران خان د کرونا وباء په خوفناك صورتحال كښې هم قوي پرېكړې كړې ٬ وزيراعظم غږ پورته كړې چې د كرونا نه ېره نه مقابله كول دي چې په سوب ئې نه يوازې پاكستانې اولس مطمئن دے بلكې د نړۍ مشران هم د ده د پاليسو اعتراف كوي٬ په قرارداد كښې وئيلي شوي د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام له مخې مالي مرستې لپاره د 8171 د لارې د څلور كروړه نه زيات اېس اېم اېس راغلي ٬ كوم چې په عمران خان او د تحريك انصاف په حكومت د اولس د باور څرګندونه ده٬ په قرارداد كښې وئيلي شوي د وزيراعظم د کرونا ريليف ټائيګرز فورس ٧ لكه 50 زره غړي به ګرد هېواد كښې بې وسه او مستحق كسان په ګوته كوي چې ورسره به د احساس اېمرجسي كېش پروګرام كامياب شي ٬ قرارداد كښې وئېلې شوي دا ايوان يو كروړ شل لكه مستحقو كورنيو ته دولس زره كېشن روپۍ د وركولو په اړه وزيراعظم عمران خان ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ لاس په دعا يو چې لوي څښتن د وزيراعظم عمران خان مرسته وكړي چې د كرونا وائرس لاره نيولو كښې كامياب شي٬ او د دې نه پس به د پاكستان قام نوي د يو شناخت سره رامخې ته شي او پاکستان به په معاشي، سياسي او سماجي توګه په نړۍ كښې اعلٰې مقام ترلاسه كړي
وزيراعظم عمران خان ته پېروزئنې وړاندې كولو لپاره په پنجاب اسمبلۍ كښې قرارداد جمع كړې شو
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ