لاهور 11 فروری(اے پی پی ) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال وئيلي دي چې د 1947 نه تر 2013 دومره برېښنا نه وه پيدا شوي څومره چې پاکستان مسلم لیګ (ن) په درې كلونو كښې پيدا كړي ، كه زمونږ د پالیسو تسلسل روان وساتلې شو تر 2025ء به پاکستان د نړۍ په وړومبو 25 معیشتونو كښې شامل شي، د وزیراعظم لیپ ټاپ سکیم د حکومت انقلابی اقدم دے چې ورسره د زدكونكو ډاډګيرنې سره سره جدید علوم ته وده وركولو كښې مرسته ترلاسه كېږي۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ ورچوئل پوهنتون كښې د وزیراعظم لیپ ټاپ سکیم دستورې ته خپل خطاب کښې وكړه۔ وفاقی وزیراحسن اقبال ووئيل اوسني دور كښې د تعلیم ترلاسه كولو كښې د آن لائن ایجوکېشن كردار مهم دے او ورچوئل پوهنتون د دې ښه مثال دے، په علم اډانه معیشت او د ټیکنالوجی د لارې پرمختګ ممكن دے ، صنعتی انقلاب څخه ګټه نه پورته كونكې قامونه شاته پاتې شوي ، اوسني دور كښې د پرمختګ او بدلون رفتار زيات شوے خو دا پرمختګ او بدلون زر نه راځي ، پرمختګ له امن ، استحکام او د جمهوریت تسلسل ته اړتيا وي۔ ده ووئيل د پاك٬ چين اقتصادی راهدارۍ په وجه د پاکستان اهمیت زيات شوے او د بهرني سرمایه کارو باور بحال شوے۔ ده ووئيل نن کراچۍ د پاکستان اقتصادی انجن جوړ شوے ، د امن’ پرمختګ او سترو لارو د لارې بلوچستان بدل شوے او په قامی چوكاټ كښې شامل شوے ، د اقتصادی راهدارۍ په وجه پاکستان ??ول?? سيمه كښې مهم معاشی طاقت جوړ شوے ۔ احسن اقبال ووئيل 2013ء كښې هېواد د توان بحران سره مخ وو ، چې له امله به ئې 18 نه تر 20 ساعته لوډشيډنګ كيدو ، نن حالات مختلف دي۔ده ووئيل د وزیراعظم لیپ ټاپ سکیم د حکومت انقلابی قدم دے دې سره د زدكونكو ډاډكيرنې سره سره جدید علوم ته وده ترلاسه شوي۔ ده ووئيل ورچوئل پوهنتون ټول هېواد كښې زدكونكو له معیاری تعلیم وركوي دغسې چې زدكونكي د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل كردار ترسره كړي۔دستوره كښې د لوړو زدكړو کمېسون افسرانو ، د ورچوئل پوهنتون زدكونكو او استاذانو ګڼ شمير كشې ګډون وكړو۔
د 1947 نه تر 2013 دومره برېښنا نه وه پيدا شوي څومره چې پاکستان مسلم لیګ (ن) په درې كلونو كښې پيدا كړي
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون