اسلام آباد22ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي په افغانستان كښې مستحکم او ټولشموله حكومت د منطقې په ګټه دے٬ د پاكستان په ضد په هر دور كښې سازشونه كېدل خو پاكستان هر ځل د نوي طاقت سره رامخې ته شوے، قيادت لپاره همت، حوصله اوقسمت ضرورې دے، پاكستان كښې څو كلونه حكمراني كوٶنكي نن په لندن كښې د مفرورتيا ژوند تېروي٬ پاکستان عمر له هند سره د ښو اړيكو خبره كړې ، د هند اوسني واكداران پاكستان سره د ښو اړيكو په لاره كښې خندان دي٬ مودي په مقبوضه كشمير او ګجرات كښې د مسلمانانو په قتل عام خپل ځان مشهور كړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ليډرز ان اسلام آباد بزنس کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل نن 1100 منصوبې د بېلو وزارتونو له مخې پېل كېدونكې دي۔ ده ووئيل زما په خيال قيادت لپاره درې بنيادي څيزونه دپكار دي “همت، حوصله او قسمت” ضروري وي، د هر ليډر د كاميابۍ يا ناكامۍ دارومدار په دې دريو څيزونو وي۔ ده ووئيل په افغانستان كښې هند د اربونو ډالره فنډنګ كړے خو بخت ورسره وفا ونه كړه ٬ چې كله قسمت وفا ونه كړي نو په پېسه هېڅ نه كېږي۔ ده ووئيل كله چې اشرف غني د شپې په دوه نيمې بجې د افغانستان نه تخښتېدو او ازبكستان ته تللو نو د ھغه پخوانو ملګرو هم د ھغه د پېژندګلو نه انكار وكړو، ھغه د صدر په حېث د افغانستان نه وتلے او د مفرور حېثيت ئې اختيار كړے۔ ده ووئيل په پاکستان كښې درې ځله وزيراعظم پاتې كېدونكے هم نن په برتانيه كښې د مفرورتيا ژوند تېروي۔ ده ووئيل د پاكستان په ضد په هر دور كښې سازشونه كېدل ٬ په شلو كالو كښې بشپړه هڅې شوي چې پاكستان د منطقې د ليډر شپ څخه محروم كړے شي، په افغانستان كښې يو داسې حكومت ٶ چې مقصد ئې يواځې پاكستان كمزورے كول وٶ او زمونږ په ختيزو او لويديزو پولو د داسې سازشي جال جوړولو هڅې شوي چې پاكستان كمزورې شي ٬ خو نن الحمد الله 20 كاله پس سازشيان ناكامه دي او پاكستان په منطقه كښې د زيات قوي هېواد په توګه رامخې ته شوے ٬ نن په منطقه كښې پرېكړو لپاره پاكستان ته كتلے كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل افغانستان كښې د ټولشموله حكومت خبره وي٬ د مېنځنۍ آسياء رياستونه سي پېك سره د تړلو يا د اروپائي ائتلاف او د سي پېك د رابطې جوړولو د دې ټولو خبرو تعلق د پاكستان د پرېكړو نه ګېر چاپېره ګرځي٬ دا د تاريخ يو مهم موړ دے چې پاكستان په منطقه كښې د پرېكړو يو مهم لوبغاړے جوړ شوے۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ ازبکستان سره دوه لوظنامې لاسليك كړي٬مونږ ګوادر او كراچۍ د مزار شريف د لارې تاشقند سره تړل غواړو، دغسې مونږ غواړو چې د ګوادر يا کراچۍ څخه مېنځنۍ آسياء ته د روانو ټركونو كسټم په تاشقند كښې كېږي٬ دا زمونږ د ګلوبل کنيکټيويټي فريم ورك دے، د دې فرېم ورك د لارې سي پېك ٬ د مېنځنۍ آسياء رياستونو او بيا اروپائي ائتلاف سره تړلے كېږي، دې سره به زمونږ حېثيت بدل شي۔ ده ووئيل اسلام آباد ته د ځانګړي مقام حېثيت ترلاسه دے٬ د نړۍ 64 فيصده وداني د دوه نيمو نه تر دريو ساعته د فلائېټ رېډېس د پاڅه ده٬ زمونږ يو اړخ ته چين او بل اړخ ته هند دے٬ مونږ هند سره ځكهد اړيكو بهتري غواړو چې مونږ به د نړۍ د دوه لويو منډيانو ترمېنځه لوي کنيکټيويټي روټ وركوٶ٬ خو هند سره د غوره اړيكو په لاره كښې لوي خنډ د هند واكمن ګوند دے چا چې په دې بنياد ووټ اخستے چې دوي به مسلمانان ختموي۔ده ووئېل ھغوي نه يوازې د پاكستان په ضد دي بلكې دوي په مقبوضه كشمير او ګجرات كښې هم د مسلمانانو قتل عام كړے ، مودي د مسلمانانوپه قتل عام مشهور شوے او خپل قد ئې لوړ كړے ۔ ده ووئيل كه د كشمير كشاله حل شي نو كېدې شي چې سبا زمونږ اړيكې ښې شي٬ د دې نه پس د منطقې تقدير بدلېدے شي۔ ده ووئيل مونږ عمر له په افغانستان كښې د ټولشموله حكومت په جوړولو زور روارے٬ وزيراعظم پرون هم بي بي سي سره په مركه كښې وئيلي وٶ چې په افغانستان كښې اكثريت د پښتنو دے او په اقليت كښې زياتره شمېره د تاجكانو ده۔ ده ووئيل د تاجکستان صدر امام علي رحمانوف ته تاجكان په درنه سترګه ګوري٬ ھغوي سره د وزيراعظم خبره شوې ٬ زمونږ په افغانستان كښې طالبانو سره هم خبرې روانې دي٬ مونږ دوي ته وئيلي دي تر څو چې تاجك اوپښتنو په ګده حكومت نه وي جوړ كړے په افغانستان كښې استحكام نشي راتللے۔ده ووئېل وزيراعظم اشرف غنيسره هم خبره كړې وه چې ټولشموله حكومت جوړ كړي ٬ مونږ ټولې ډلې رابللې وې او ھغوي سره مو د خبرو هڅه كړېوه خو دغهخبرې اترې اشرف غني له مينځهيوړې او د دې نه پس چې كوم صورتحال رامخې ته شوے د ھغې په نتيجه كښې اشرف غني د افغانستان نه وتخښتېدو۔ ده ووئيل اوس هم مونږ دا وائيو كه په افغانستان كښې يوه نسلي ډلې حكومت جوړوي نو بله ډله به جنګ شورو كوي، دې لپاره په افغانستان كښې ټولشموله حكومت ضروري دے۔ ده ووئيل د پاکستان قائدانه کردار به يو مستحکم افغانستان رامخې ته كړي، د دې په نتيجه كښې به د کنيکټيويټي وژن بشپړتيا ته ورسوٶ۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د پاکستان په ضد سازشونه كېږي٬ د هر سازش نه پس پاکستان د وړاندې نه زيات مستحكم او زيات د لوي ګلوبل ليډر په توګهرامخې ته كېږي ۔
په افغانستان كښې مستحکم او ټولشموله حكومت د منطقې په ګټه دے٬ پاكستان كښې څو كلونه حكمراني كوٶنكي په لندن كښې د مفرورتيا ژوند تېروي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ليډرز ان اسلام آباد بزنس کنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil