اسلام آباد۔19مئی(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي مند پشين بارډر ماركيټ او ګبد پولان ټرانسمېشن لائن منصوبو سره به د سماجي او اقتصادي پر??ختګ نوې موقعې رامخې ته شي او د خلقو د ژوند معيار به لوړ شي۔ د جمعې په ورځ په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل د ايران صدر ډاكټر ابراهيم رئيسي سره ډېر ګټور ملاقات شوے۔ په ملاقات كښې دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو له د اجتماعي هڅو په ګړندۍ كولو موافقت شوے۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د سباؤن همكارۍ روډ مېپ لپاره تجارت ٬ سرمايه كاري ٬ انفارمېشن ټېكنالوجي او د برېښن?? څانګې خپل ترجيحات ګرځولي ٬ دې م??صد لپاره به د آزاد تجارت په لوظنامه د كار رفتار ګړندي كولو ته ترجيح وركولې شي۔ وزیراعظم ووئيل پر??ن د بلوچستان اولس لپاره يوه يادګاري ورځ وه۔ ده ووئيل د مند پشين بارډر ماركيټ او ګبد پولان ټرانسمېشن لائن منصوبو د ګډې پرانستې سره به د سماجي او اقتصادي پر??ختګ نوې موقعې رامخې ته شي او د خلقو د ژوند معيار به لوړ شي۔ ده ووئيل د پولې منډيانو د لارې تجارت پراخه ګنجائش لري كوم څخه به چې كه پاك پر??ردګار ته منظور وي استفاده وكړؤ۔ ده ووئيل هغه ټولو كسانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم كومو چې كال 2009 څخه ځنډ سره د مخ شوې ټرانسمېشن لائن منصوبې په ريكارډ څل??رو مياشتو كښې بشپړول باوري كړي
مند پشين بارډر ماركيټ او ګبد پولان ټرانسمېشن لائن منصوبو سره به د سماجي او اقتصادي پرمختګ نوې موقعې رامخې ته شي٬ د وزيراعظم ټويټ
Wolf Gold Online Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری