اسلام آباد ۔ 16 نومبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن او د ده ترك همڅنګ رجب طيب اردوان د دواړو هېوادونو ترمينځھ د تجارتي او دفاعي اړيكې لا قوي كولو ٬ د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه د كشمير مسئلې هوارولو ٬ افغانستان كښې كلك امن له په شريكو هڅو او د ترهه ګرۍ نوغې ويستلو لپاره په دوه اړخيزه م??سته سلا شوي دي۔ پاکستان د نیوکلیئر سپلائر ګروپ په م??امله هم په زړي پورې ملاتړ د تركيه مننه وكړه۔دا سلا د دواړو لارښودو ترمينځھ د زيارت په شپه ايوان صدر كښې اول يو په يو او بيا د پلاويو سره په ملاقات رامنځ ته شوې ده۔ په دې موقع د تركيې خارجه وزير میولټ کاوس اولو، د اولس مشر وياند ابراهیم کالان، د ترکيه سفیر صدیق باربر ګرګن، د پاکستان خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري او نورو اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ممنون حسېن وړاندېز وركړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځھ د دفاعي مرستې لوظنامه بايد زر تر زره عملي كړې ش?? چې ورسره ګران مېلمه اتفاق وكړو۔ اولس مشر ممنون حسېن د پاكستاني آبدوز په اپ ګرېډ كولو د تركيه په م??سته او پاكستان څخه د سپر مشاق تربيتي الوتكو په ترلاسه كولو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دواړه لارښود په دې خبره سلا شول چې د كشمير مسئله ??ايد د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمحه هواره كړې ش??۔ اولس مشر هيله ولرله چې د تركيې اولس به د خپل عزم سره سره كرد او داعش څخه تعلق لرونكو ترهه ګرو ته ډېر زر ماتې وركولو كښې بريالي شي۔ د تركيې اولس مشر د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستاني اولس او وسله والو ځواكونو د عزم ستائنه كولو سره ووئيل پاكستان كښې به ډېر زر امن راشي۔ اولس مشر ممنون حسېن په دې موقع تجويز وركړو چې د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو د 70 كالو ترسره كېدل دې په زړه پوري ډول ولمانځلې ش?? او په دې لړ كښې ئې دا وړاندېز هم وركړو چې دا ډول د لوړې كچې پلاويو تګ راتګ نه سره دې د مشتركه آباد كارۍ ډاك ټكټ جاري كړې ش?? او كلتوري مرسته دې زياته كړې ش?? د كومې چې د تركيې اولس مشر تائېد وكړو ۔ اولس مشر د تركيې خپل همڅنګ د پاكستان اقتصادي لارې په لړ كښې د شوي پېشرفت نه خبر كړو او په دې خبره ئې د اطمينان څرګندونه وكړه چې زياتره هېوادونه امن او برابرۍ له يو ډول فكر لري او د ځينو هېوادونو د امتنيازي عمل نه د ستونزو پېدا كېدو اندېښنه ده ۔ د تركيې اولس مشر د پاكستان چين اقتصادي لارې په لړ كښې په بيړه كېدوني پرمختګ د خوشحالۍ څرګندونه وكړه۔ده ووئيل مونږ ګڼو چې دا پروژه به د نړيوال امن او استحكام ذريعه جوړه شي ۔ اولس مشر د نيوكليئر سپلائرز ډلې غړيتوب په م??امله ?? تركيې په م??سته د رجب طيب اردوان مننه وكړه ۔ ده ووئيل د ځينو هېوادونو د اړخه د هند غېر منصفانه م??ستې كولو سره د پاكستان ګټې ځپلې كېږي۔د تركېي اولس مشر په دې لړ كښې د پاكستان مرسته دوامداره ساتلو اعلان وكړو۔ دې څخه وړاندې ايوان صدر ته په رسېدو اولس مشر ممنون حسېن د تركيې خپل همڅنګ په م??كزي دروازه هركلے وكړو او ماشومانو ورته د ګلونو غنچې وركړې۔ د خبرو اترو نه ورستو اولس مشر ممنون حسېن د تركيې اولس مشر په درناونې كښې د ماسخښتن مېلمستيا وركړه چې پكښې وفاقي وزيرانو د پارلمان غړو پارلماني لارښودو او نورو شخصياتو ګډون وكړو ۔ په مېلميستيا كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق، سناتور راجہ ظفر الحق، وفاق?? وزیرانو عبدالقادر بلوچ،رانا تنویر، سردارمحمد یوسف، د بلوچستان وزیر اعلیٰ ثناء اﷲ زهري، د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا، سناتور اعتزاز احسن، د آزاد کشمیر وزیراعظم راجه فاروق حېدر او د ګلګت بلتستان وزیراعلیٰ حافظ حفیظ الرحمن او د بلوچستان ګورنرې راحیله ??راني هم ګډون وكړو ۔ مېلمسدتيا نه ورستو د پاك پوځ بېنډ د دواړو هېوادونو مقبول سازونه وغږل چې مېلمنو ترې ډېر خوند واخست۔(وا/ض ض/ګ ل/2206)
د پاكستان او تركيه اولس مشرانو ايوان صدر كښې ملاقات
مضمون کا ماخذ : Raging Rhino