اسلام آباد 19 اپریل (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر قامي اسمبلۍ ته وئېلي دي د بلاك شناختي كارډونو مسئله به راروانه اونۍ حل كړی شي۔د نوټيفكېشن جاري كولو نه پس به اولس ته په سمدستي توګه آسانۍ ترلاسه كېدل پېل شي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د غړو لخوا د اعتراضاتو په نكته ځواب كښې وكړه۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ ووئيل مونږ ته د خبرې كولو موقع نه ده ترلاسه شوې۔ده ووئيل پارلمان تر ټولو مهم فورم دے۔ده ووئيل د شناختي كارډونو مسئله ترا??سه حل شوې نه ده٬ دوهم سپيكر پھ مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړی شوې۔دا اولسي مسئله ده د كومې حل كولو ته چې اړتيا ده۔ده غوښتنه وكړه بايد د مخالفې ډلې مشر مونږ له د خبرې موقع راكړي او ب??ا واك آؤټ وكړي۔حاجي غلام احمد بلور دوهم سپيكر له د مسلم ليګ د ??ے پي كے عمومي سېكتر په جوړېدو مباركي وركولو سره ووئيل د بلاك شناختي كارډونو مسئلې حل كولو له دې پھ سمدستي توګه نوټيفيكېشن جاري كړی شې۔صاحبزاده طارق الله ووئيل د خېبرپښتونخوا د بلاك شوو شناختي كارډونو مسئله دې حل كړی شي۔دوهم سپيكر ووئيل راروانه اونۍ كښې به پھ دې اړه غونډه كېږي۔د ټولو ګوندونو هلې ځلې پھ دې كښې شامل دي
د بلاك شناختي كارډونو مسئله به راروانه اونۍ حل كړی شي
مضمون کا ماخذ : راکی