اسلام آباد۔10اپریل(اے پی پی) د 1973 آئين ګولډن جوبلي ??نونشن د پاكستاني اولس ر??ښا??ه سباؤن باوري كولو او ددې د اصولو سرلوړۍ له په ګډه د كار كولو لوظ كولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې د رياست ټولې ادارې به د 1973 په آئين بشپړه عملدرآمد كوي او ټول هغه ضروري ګامونه به پورته كوي چې ورسره د پاكستاني اولس د حقونو تحفظ باوري كړې شي٬ دغسې د 1973 د آئين منظورۍ په ياد كښې هر كال د اپرېل 10 مه نېټه د “د آئين ملي ??رځ” په تو??ه د لمانځلو اعلان شوے دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف ل??وا د آئين ګولډن جوبلي ??ه لړ كښې د ګل په ورځ په پروقار كنونشن كښې د وړاندې كړې شوي قرارداد په متفقه توګه منظوري وركړې شوه۔ د وزيراعظم شهباز شريف ل??وا په وړاندې كړې شوي قرارداد كښې وئيلې شوي چې دا كنونش دا پرېكړه كوي چې د پاكستان په دستور كښې درج دي چې حاكميت يوازې د پاك پروردګار دے او د هغه لخوا وركړې شوې اخ??يار به د پاكستاني اولس د خپلو ټاكلو استازو د لارې د متعين كړې شويو حدونو دننه پاتې كېدو سره كارولې شي۔ دا چې دا آئين د اولس د هيلو ترجمان دے۔ دا د قائد اعظم او محمد اقبال په شمول د پاكستان د نورو مؤسسيونو د بصيرت عكاسي كوي۔ قرارداد كښې وئيلې شوي چې دا كنونشن د اسلامی جمهوریه پاکستان د آئین 1973 خوشحالي ??مانځلو سره د پاكستان مؤسسيونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي۔ قرارداد كښې وئيلې شوي دي چې دا كنونشن د اپرېل 10 مه نېټه د آئين ملي ??رځې په تو??ه د لمانځلو اعلان كوي كومه به چې هر كال د 1973 د آئین منظورۍ په ياد كښې لمانځلې شي۔ قرارداد كښې وئيلې شوي دي چې دا كنونشن په متفقه تو??ه دا قرارداد منظورولو سره د دې لوظ پخلے كوي چې د پاكستاني اولس ر??ښا??ه سباؤن باوري كولو او د آئين سرلوړۍ او ددې د اصولو احترام له به په ګډه كار كوؤ۔
د آئين 1973 ګولډن جوبلي كنونشن ٬ د آئين سرلوړۍ له په ګډه د كار كولو لوظ ٬ د رياست ټولې ادارې دې د 1973 په آئين بشپړه عمل وكړي٬ هر كال 10 اپريل د آئين ملي ورځې په توګه د لمانځلو اعلان ٬ د وزيراعظم وړاندې كړې شوې قراراد منظور كړے شو
Shaolin Football APP game platform download
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria