اسلام آباد۔23مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د الېكشن كمېشن پرېكړه د پاكستان په ګټه ده ٬ الېكشن كمېشن معاشي ٬ سياسي او امنيتي وضعه په نظر كښې نيولو سر?? پرېكړه كړې٬ د آئین د آرټیکل 218 له مخې الېكشن كمېشن له دا باوري كول دي چې ټاكنې دې سپېځلې ٬ بې پرې او منصفانه وي٬ د آرټیکل 224 تقاضا ده چې د ټاكنو په وخت دې په وفاق او صوبائي اكائيان?? كښې نګران حكومتونه وي۔ د زيارت په ورځ خپل بيان كښې دې ووئيل الېکشن کمېشن ټولو ??مكارانو سره مشاورت كولو څخه وورستو دا پرېكړه وكړه٬ دې پرېكړې سره به هېود كښې سياسي استحكام رامخې ته شي۔ دې ووئيل دا تحفظات وو چې د يو سړي د ضد د لاسه په دوه صوب?? كښې په زبردستۍ ټاكنې كولې شي۔دې ووئيل كه په 30 اپرېل دوه صوب?? كښې ټاكنې شوې وې نو هغه به متنازعه وې۔ كه په 30 اپرېل ټاكنې كېدې نو بيا به په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې 6 مياشتې وړاندې د صوبائي اسمبليو موده ختمېده۔ دې ووئيل الېكشن كمېشن خپلې پرېكړې سره هېواد لويې آئيني ستونزې څخه بچ كړے دے٬ دې سره به هېواد كښې سياسي استحكام رامخې ته شي۔ دې ووئيل په هېواد كښې د سړي سر شمېرې عمل روان دے۔ دې ووئيل په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د سړي سر شمېرې څخه وړاندې دې ټاكنې وكړې شي دا نه شي كېدې۔ آئين د يو سړي په مرضۍ نه شي چلېدې۔ كله چې وغواړي آئين مات كړ??٬ كله چې وغواړي اسمبلۍ ماتې كړ??٬ كله چې وغواړي په پوليس اهلكارو سرونه مات كړ??٬ كله چې وغواړي په الېكشن كمېشن او عدالت بريد وكړي٬ كله چې وغواړي ټاكنې دې وشي او څنګه چې غواړي هغسې پرېكړې دې وكړې شي ٬ داسې به نه كېږي
د الېكشن كمېشن پرېكړه د پاكستان په ګټه ده ٬ اليكشن كميشن معاشي ٬ سياسي او امنيتي وضعه په نظر كښې نيولو سره پريكړه كړې٬ مريم اورنګزيب
Bonus Queen APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش