اسلام آباد۔20مارچ(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي عمران خان تل قامي پرمختګ اغېزمن كولو او خپلې ذاتي ګټې لپاره په هېواد كښې پرمختيائي هلو ځلو ته ?? زيان رسولو كوشش كړے ٬ نواز شريف ته ??ه هر ورځ د وړاندې كېدو و??يلې شول ٬ اوس يو وګړے سركاري املاك هم په نخښه كوي او و??له ضمانتونه هم وركولې شي٬ د پاكستان عدليه نه هم پوښتنه كېږي چې دوه بېلې رويې آخر ولې؟ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته ??پل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل عمران خان په څلورو كلونو كښې د هېواد معيشت له مينځه يوړو۔ احسن اقبال ووئيل د كال 2002 څخه تر دې دمه د دې وګړي د كوم تعميري كار ريكارډ نشته٬ هر ځل خفه شوے او د پارليمان څخه بهر تللے۔ ده په كال 2002، 2013 او كال 2018 كښې استعفی وركړه۔ ده سره يوازينے آپشن هېواد كښې د اړي ګړ?? او لاقانونيت رامخې ته كولو پاتې شوے ۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د هېواد عدالتي نظام په شا تلونكے ښكاري ولې چې عمران خان ته ?? خپلې خوښې پرېكړې ترلاسه كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان مسلم ليګ (ن) نزدې ټول مشرتابه عدالت ته وړاندې كېږ?? او عدالتي مقدمو سره مخ كېږي خو بل اړخ ته ??مران خان د كېس اورېدنې څخه بچ كېدو لپاره هله ګوله كوي خو څوك يۍ هم نوټس نه اخلي۔احسن اقبال ووئيل زه د عمران خان نه پوښتنه كوم چې كه هر يو پاكستانے په عدالتي احكامات عمل كوي نو تاسو ولې نه كوۍ؟ د پاكستان عدليې څخه هم پوښتنه كوم چې آخر دوه رويې ولې؟ ده ووئيل عمران خان د سی پېک منصوبې سكېنډلائز كړي۔ ده ووئيل په وروستي كال كښې د 75 اربه ډالرو منظوري وركړې شوه او هم دا سبب دے چې هېواد كښې زياته ګراني راغله او پاكستان اوس هم دغې ګرانۍ څخه نه شي بهر كېدے۔ ده ووئيل د عمران خان په انارکسټ پالېسیو دښمنان د خوشحالۍ څرګندونه كوي
عمران خان تل د پرمختيائي هلو ځلو له مينځه وړولو كوشش كړے٬ احسن اقبال
Lucky God APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان