بهاولپور 01 فروري (ار پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خ??ن وئېلي دي چې راتلونكې ټول ټاكنې اكتوبر يا چې كله هم وي د پاكستان اولس به عمران خان د ووټ طاقت سره د پاكستان د سياست نه منفي ك??ي٬ ګني بل صورت كښې به دا سړے هېواد كومې پېښې سره مخ ك??ي٬ د عمران خان د آئي اېم اېف په لوظ نامه عملدرآمد زمونږ مجبوري ده٬ كه چرې مونږ داسې نه كول نو پاكستان ډيفالټ كېدو٬ محمد نواز شريف د وړومبۍ ورځې ??خه د دې په حق كښې نه و چې په اولس دې بوج پريوځي٬ دې غونډې د جلسې شكل اختيار كړې۔ ده ووئيل چې مريم نواز شريف د خپل پنجاب تنظيمي دورو پېل بهاولپور ??خه كړې٬ مريم نواز د ټول پنجاب او په پاكستان كښې د ګوند متحرك كولو لپاره چې كوم مشن پیل كوي٬د نن بشپ??ه ګډون ??خه ثابته شوې ده چې دا مشن پېل كېدو سره كامياب شوے دے۔ ده ووئيل چې د مريم نواز په مشرۍ كښې به پاكستان د بحرانونو ??خه وويستلے شي۔ ده ووئيل چې دې كښې هېڅ شك نشته چې د برېښنا او ګاز بلونه زياتېدو او د پېټرول په بيعه كښې اضافې اولس زورلې دې خو د دې باوجود اولس زياته جزبه لري۔ ده ووئيل چې د پیټروليم مصنوعات كښې اضافه او د ګرانۍ چپې سبب موجوده حكومت نه بلكې د عمران خان د آئي اېم اېف لوظ نامه ده۔ ده ووئيل نواز شريف له وړومبۍ ورځې ??خه د دې په حق كښې نه وو چې په اولس بوج پريوځي۔ ده ووئيل چې د عمران خان د آئي اېم اېف په لوظ نامه عملدرآمد زمونږ مجبوري ده٬كه چرې مونږ داسې نه كول نو پاكستان ډيفالټ كېدو ځكه په بيعو كښې اضافه شوې ده۔ ده ووئيل چې كله هم پاكستان بحرانونو سره مخ شوے د محمد نواز شريف په مشرۍ كښې بحرانونو ??خه وتلې٬ پاكستان اتومي طاقت جوړول و يا د ترهه ګرو ختمولو خبره وه يا د لوډشېډنګ خاتمې ٬ دا ټول هر څه د محمد نواز شريف په مشرۍ كښې شوي۔ ده ووئيل چې د يو سازش له مخې هېواد عمراني ټولې ته حواله كړې شوې وو٬درې نيم كاله پس هېواد بيا دغ?? ځاې ته ورسولې شو٬هېواد د دې بحرانونو ??خه ويستلو لپاره ضروري ده چې د محمد نواز شريف په مشرۍ كښې يو ځل بيا هلې ځلې پېل كړې شي۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي پاكستان مسلم ليګ(ن)به هېواد بحرانونو ??خه وباسي٬د ګرانۍ٬ترهه ګرۍ او لوډشېډنګ خاتمه به هم وشي
راتلونكو ټول ټاكنو كښې به اولس عمران خان د ووټ طاقت سره د پاكستان سياست څخه منفي كړي٬د عمران خان د آئي اېم اېف په لوظ نامه عملدرآمد زمونږ مجبوري ده٬ كه چرې مونږ داسې نه كول نو پاكستان ډيفالټ كېدو۔ وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان
Lucky Four Leaf Clover Ms. APP Download
APP49-010223
BAHAWALPUR: February 01 - Interior Minister Rana Sana Ullah addressing party worker convention. APP/HBR/IQJ/TZD/FHA
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب