اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي)د رېلوے وفا??ي وزير خواجه سعد رفيق او د وزيراعظم صلاحكار قمرزمان كائره وئېلي دي بايد د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره ټول په ګډه كار وكړي۔په دې سخت وخت ??ښې به ټول صوبائي حكومتونه ځان سره مخ په وړاندې بوځو٬په دې سخت وخت ??ښې به كوم ځپلے يواځې نه پاتې كېږي ٬دا وخت د سياسي جګړې نه بلكې د اولس د مرستې دے۔د تركيې څخه به څلور رېل ګاډي د مرستې سامان راځي٬آئي اېم اېف د مرستې داسې ژندره ده چې يو ځل پرانستلې شي نو نورې ادارې به هم مرسته وكړي٬د سړكونو ماتېدو په وجه د مرستې سامان په رسولو ??ښې ستونزې رامخې ته كېږي٬پاك پوځ په هر سخت وخت ??ښې د خپلو وطن والو مرسته كړې٬ټوله حكومتي مشينري د سېلاب ځپليو مرستې لپاره په مېدان ??ښې ده٬د سېلاب او باران د زيان اندازه لګولې كېږي٬پاكستان د زيان نه بچ كولو لپاره مونږ خپل سياست په داؤ لګولے۔دوي دا خبرې د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته په خپله وېنا ??ښې وكړې۔د رېلوے وفا??ي وزير خواجه سعد رفيق ووئيل اوسني سېلاب د كال 2010م د سېلاب رېكارډ مات كړے٬د بلوچستان او س??دھ سيمې زياتې ځپلې شوي٬د خېبرپښتونخوا او پنجاب حالات هم ښه نه دي٬د پاكستان معاشي بحران سره مخ دے٬په داسې موقع سېلاب د معيشت ملا ماته كړې۔ده ووئيل حكومت او رياستي ادارې د رېسكيو په عملياتو ??ښې بوښتې دي٬د بحالۍ پړاؤ به د دې نه هم مشكل وي۔ده ووئيل په سېلاب ??ښې فصلونو او انفراسټركچر ته سخت زيان رسېدلے او په وجه يې د سبزيانو بيعه هم لوړه شوې۔په دې موقع د وزيراع??م د ګلګت بلتستان او كشمير چارو صلاحكار قمرزمان كائره ووئيل حكومت د شهباز شريف په مشرۍ ??ښې د اولس خ??رښېګړې لپاره اقدامات كوي٬مونږ ته خلق وائي چې تاسو ته سياسي زيان رسي٬مونږ وائيو چې مونږ ته دې زيان ورسي خو پاكستان ته دې نه رسي۔قمرزمان كائره ووئيل د ټېليتون يواځې اعلان شوے ؤ ٬ هغه رقم چرته دے٬ده ووئيل عمران خان په غونډو كولو ??ښې بوښت دے٬وئېلې كېږي چې په نړيواله مرسته ??ښې ګډوډي كېږي ځكه نړۍ مرسته نه كوي۔ده ووئيل قامي ادارې او پوځ د حكومت برخه دي٬زمونږ ځوانان په سخت وخت ??ښې د اولس په خذمت بوښت دي او په هر سخت وخت ??ښې د خپل ځان قربانۍ وركوي۔ده ووئيل د نورو هېوادونو پشمول اېن جي اوز ٬دوست او اسلامي هېوادونه هم د پاكستان مرسته كوي۔په دې مونږ د هغوي مننه كوو۔
په دې سخت وخت كښې به كوم ځپلے يواځې نه پاتې كېږي ۔د خواجه سعد رفيق او قمر زمان كائره خبري كنفرنس ته وېنا
Ultimate Roulette Credit Website
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد