اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي)د زمكي پوځ مشر سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئېلي دي چې د وطن والو حفاظت او خېرښېګړه مقدم ده٬د هر يو ځپلي تر بحالۍ به په قلاره نه كېښنو۔كه دې لپاره هر څومره هڅې كول وي كولې به شي٬پاكستانې اولس زمونږ ترجيح ده او مونږ به په دې سخت وخت كښې د دوي په مرسته كښې هېڅ كسر نه پرېږدو۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا د خالي په ورځ په جاري شوي بيا?? كښې وئېلې شوي دي چې سرلښكر دا خبرې د بلوچستان د سېلاب ځپليو سيمو د دورې په مهال وكړی۔سرلښكر په ګوټه صدروي٬لاكهړا او لسبيله كښې د فلډ رېليف او مېډيكل كېپمونو دوره هم وكړه او د سېلاب ځپليو ځايې خلكو د خېريت پوښتنه يې وكړه۔د زمكي پوځ مشر د مرستې په چارو كښې بوښت عسكرو سره ملاقات هم و??ړو او په خذمت يې د دوي هڅې وستائېلې۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې سرلښكر ووئيل چې د وطن والو حفاظت او خېرښېګړه مقدم ده٬د هر يو ځپلي تر بحالۍ به په قلاره نه كېښنو۔كه دې لپاره هر څومره هڅې كول وي كولې به شي٬پاكستانې اولس زمونږ ترجيح ده او مونږ به په دې سخت وخت كښې د دوي په مرسته كښې هېڅ كسر نه پرېږدو۔سرلښكر په سېلاب ځپليو سيمو كښې تحفظ٬رېليف او د انفراسټركچر بحالۍ لپاره د سول انتظاميې مرستې لپاره د ټولو وسيلو كارولو هدايت وكړو۔ده هدايت و??ړو چې بايد مونږ د حكم انتظار كولو نه بغېر خپلو ضرورت مندو وروڼو او خوئېندو ته ورسو او بايد په دې قدرتي آفت قابو موندلو كښې د دوي مرسته وكړو
د وطن والو حفاظت او خېرښېګړه مقدم ده٬د هر يو ځپلي تر بحالۍ به په قلاره نه كېښنو۔سرلښكر قمر جاوېد باجوه
Speed Baccarat A game card reputable website
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری