اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې معاشي بحالۍ او اولس ته ريليف وركولو لپ??ره هڅې كوٶ٬ د ځوانانو صلاحيتونه پكار راوستلو له عزم لرو ٬ واكمن ځوانان د خپلې كورنۍ او هېواد خوشحالۍ كښې مهم كردار لوبولې شي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال وكړه۔ ده ووئيل ګراني د څلورو كالو ټيټې كچې ته راغلې٬ حكومت معيشت ته ودې وركولو لپ??ره اقدامات كوي٬ ټولې معاشي اشاريي مثبت دي٬ په راتلونكو يو څو ورځو كښې به ګرانې كښې نور كمے او اولس ته به ريليف ترلاسه شي۔ ده ووئيل پ??كس??ان دولت مشتركه سره په فعاله ډول په ګډه كار كوي٬ تر كال 2017 پ??كس??ان كښې د چين پشمول نورو هېوادونو سرمايه كاري كوله٬ د 2017 نه تر كال 2024 سرمايه كاري پ??كس??ان كښې نه ده شوې چې په سبب ئې مونږ زيات زيان سره مخ شو ٬ د اوسني حكومتي اقداماتو په سبب د ګردې نړۍ سرمايه كار پ??كس??ان پلو راروان دي۔ ده ووئيل د دولت مشترکه سيکرټري جنرل پيټريشيا سکاټ لېنډ د پاکستان كاميابه دوره كړې٬ په يو شمېر لوظنامو او د مفاهمت په يادښتونو لاسليك شوے چې اثرات به ئې ډېر زر رامخې ته شي٬ پاکستان دولت مشترکه سره په مصنوعي زېركتيا كښې مرستې لپ??ره لوظنامه كړې ٬ په دولسم اګست به د ځوانانو نړيوالې ورځ په موقع د دې په باقاعده توګه اجراء كېږي۔ ده ووئيل د دولت مشترکه يوتھ منسټرز ټاسک فورس چيئرمين شپ پاکستان سره دے٬ د دې ټاسك فورس له مخې د دولت مشترکه 56 غړي هېوادونو د تعليم لوبو او صنعت وزيرانو به راتلونكي كال كښې د پ??كس??ان دوره كوي، دې سره به دغه هېوادونو سره د تجارت او كاروبار موقعې راپېدا شي۔ ده ووئيل د يوتھ پارليمنټيرين فورم دولت مشترکه سره اشتراك شوے ٬ د دې فورم 56 غړي هېوادونه به د پارلماني تجربو تبادله كوي۔ ده ووئيل قامي رضا کار کور به په ګراس روټ ليول کار كوي٬ دا ځوانان به د موسمياتي بدلون، شجرکارۍ او د تعليم پشمول نورو څانګو لپ??ره په ځائي كچه كار كوي۔ ده ووئيل ګرد هېواد څخه د ځوانانو قامي رضاكار كور لوګو غوره كولو لپ??ره 850 ډيزائنز رالېږلې شوي خو د كوئټه د ځوانانو لوګو كمېټۍ غوره كړے۔ ده ووئيل ځوانانو ته به د کرېش لينګوئج کورسز تربيه هم وركولې شي۔ ده ووئيل د اګست تر پائې به د وزيراعظم يوتھ لون سکيم بيا پېل كولې شي ٬ درې ل??ه ځوانانو ته به سل اربه روپۍ قرض وركولې شي، ځوانانو ته به 30 زره ملازمتونه وركولې شي۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل د موجوده حكومت د زيركه اقداماتو په سبب د آئي ټي برامدات زيات شوي ځكه چې حكومت د آئي ټي ودې پلو پام ګرځولے دے۔
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې معاشي بحالۍ او اولس ته ريليف وركولو لپاره هلې ځلې كوٶ: رانا مشهود احمد خان
कैहु प्रतिष्ठित सट्टेबाजी वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا