اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د خزاني او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين سره د ګلګت بلتستان وزيراعلي محمد خالد خورشيد، د خزاني وزير جاويدمانوا او چيف سيكرټري آصٖف دامان د شورو په ورځ ليدلي دي۔ د خزاني وزير شوكت ترين وزيراعليٰ او د هغه د ډلي هركلي كولو سره ووئيل د ګلګت بلتستان پرمختيائي پيكج ترمخه د سيمي پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي۔حكومت د پن برېښنا پيداوار، د سيلګرۍ ودي ،پيشه وره تربيې وركولو او د سيمي ځوانانو له وظيفي وركولو له د پروژو پيل كولو اراده لري۔وزير خزانه د دې پروژو لپاره د بشپړه مرستې او آسانيو وركولو له د عزم پخلے وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعلي او د هغه ډلي په بجټ تجاويز خبرې وكړې ۔وزير به بجټ جوړولو عمل كښې د وفاقي برخو فعال شركت وستائلو ۔ ده ووئيل بجټ لپاره به د مشاورتي عمل به مثبتې نتيجې رامخي ته شي
مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia