اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي مونږ په مجوده كړكېچ كښې افغان اولس يوازې نه پرېږدو٬ تر افغانستان رسېدو پاكستان يو مهم كورېډور دے٬ زمونږ هڅه ده چې په افغانستان كښې انساني الميه رامخې ته نه شي٬ پاكستان به د بشري خواخوږۍ په بنياد د افغان اولس هره ممكنه مرسته كوي٬ د سوؤنو په شمېر خبريالان په افغانستان كښې نښتې وو كومو سره چې كابل نه په وتلو كښې مو مرسته كړې٬ د پاکستان او کیوبا خبر رسنې ادارو ترمينځه د خبرو تبادلې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مستحكم شي٬ پاکستان کیوبا سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ د پاكستان قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اېتډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) او د كيوبا خبر رسنې ادارې پرسینا لیټینا ترمينځه د تفاهم د يادښت لاس ليك دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل دا ننۍ ورځ يوه تاريخي او اهم ورځ ده۔ د پاکستان او کیوبا خبر رسنې ادارو ترمينځه د خبرونو تبادلې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مستحكم شي۔ هغه د دواړو هېوادونو خبر رسنې ادارو ته د تفاهم يادښت په لاس ليك كېدو مباركي وركولو سره ووئيل دواړه هېوادونه يو بل ته د پېښو مسئلو او چېنلجونو نه ښه خبر دي۔ هغه ووئيل پاکستان کیوبا سره خپلو اړیکو ته د قدر په سترګه ګوري كومې چې په دوه اړخيزه باور ٬ درناوي او اوږد مهاله ملګرتیا اډانه دي۔ چوهدري فواد حسین ووئیل چې د اطلاعاتو وزارت اېكسټرنل پبلسټي ونګ عصري غوښتنو سره مطابقت لرونكے جوړ كړے شوے دے۔ دې ونګ تر دې دمه په افغانستان کښې بهرنۍ ميډيا ته 250 وېزې او 85 بارډر كراسنګ اېن او سيز جاري كړې۔ هغه ووئيل په سلګونو خبريالان په کابل کې بند پاتې شوې وو چې په ويستلو کې يې مرسته شوې۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل كابل څخه د غېر ملكي ميډيا ويستلو په هڅو كښې كابل كښې زمونږ سفارتي عملې د قدر وړ خذمات ترسره كړي دي۔ زمونږ دا هڅې په نړيواله كچه ستائلې شي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل چې پاكستان به د بشري خواخوږۍ په بنياد د افغان اولس هره ممكنه مرسته كوي۔ هغه ووئيل د وزيراعظم په لارښوونه حكومت او د اطلاعاتو وزارت افغاسنتان څخه د غېر ملكي وګړو ويستلو كښې بشپړه مرسته كوي۔ دا مهال زمونږ يوه سي 130 الوتكه كابل كښې موجود ده۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د كيوبا سفير زینیئر جیویئر کیرو ګونزیلز ووئيل د جعلي نيوز مسئله كيوبا ته هم پېښه ده۔ اے پی پی سره د خبرو تبادلې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د اطلاعاتو څانګه كښې اړيكې مستحكم شي۔ هغه كابل څخه د غېر ملكي وګړو ويستلو كښې په مرسته كولو د پاكستان مننه كولو سره ووئيل افغان اولس لپاره د خوراك او داروګانو لړۍ پېل كول د ستائنې وړ كار دے۔ د تفاهم يادښت د كيوبا سفير زینئر جیویئر کیرو ګونزیلز او د قامي خبر رسنې ادارې اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان منېجنګ ډائرېکټر مبشر حسن لاس ليك كړو۔ په دې موقعه د اطلاعاتو سېكتره شاهيره شاهد او د اطلاعاتو وزارت نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔
مونږ به په اوسني کړکېچ کښې افغانان یوازې نه پریږدو، د وفاقي وزیر چوهدري فواد حسین د پاکستان او کیوبا خبر رسنې ادارو ترمینځه د تفاهم يادښت لاس ليك دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا