اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي)د نړيوالو چارو پوهانو او تجزيه كارو د مېرمنو نړيوالې ورځې په موقع د افغان حكومت بيان خوشبينه ګرځولو سره وئېلي دي دې څخه دا خبره واضحه شوې چې افغان حكومت د مېرمنو حقونو تحفظ او خپلواكې لپاره سنجيده دے٬ نړيوالې ورورولۍ له به افغانستان مستحكم او په معاشي توګه مضبوطولو لپاره كردار ادا كول وي دغسې چې مېرمنو ته بشپړ حقونه ترلاسه شي٬په افغانستان كښې د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)دفتر پرانستل د پاكستان د سفارتي هڅو نتيجه ده۔د نهې په ورځ پي ټي وي پروګرام كابل آور كښې د خبرو په مهال تجزيه كار همايون خان ووئيل افغانستان ته دا مهال د خوراك كمې٬معاشي او تعليمي مسئلې ورمخې ته شوي٬ د چين د افغانستان په موجوده صورتحال كښې كردار د اهميت وړ دے٬د منطقې پرمختګ او استحكام لپاره پاكستان٬چين٬روس٬تركيه او نورو سيمه ايزو هېوادونو له په ګډه مكينزم جوړول وي۔ده ووئيل په افغانستان كښې پائيدار پرمختګ لپاره ګاونډيانو هېودونو او د نړۍ هېوادونو كردار ادا كولو ضرورت دے۔همايون ووئيل د مېرمنو د نړيوالې ورځې په موقع د افغان عبوري حكومت لخوا جاري شوې بيان د اهميت وړ دے۔د افغان چارواكو لخوا د دې ورځې په مناسبت سره مېرمنو ته مباركي وركول لوي بدلون دے٬د افغان عبوري حكومت د مېرمنو حقونو تحفظ لپاره كار كوي۔د افغان چارواكو د نړۍ په غوښتنه په هېواد كښې د جينكو سكولونه پرانستلي دي ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په افغانستان كښې د او آئي سي دفتر پرانستل ښه اقدام دے٬د دې كرېډټ پاكستاني حكومت ته ځي٬اسلامي ډوېلپمنټ بينك اېډ فنډ جوړ كړے د كوم د لارې به چې اسلامي هېوادونه افغانستان ته مرسته لېږلې شي۔ده ووئيل د افغانستان په صورتحال د پاكستان سفارت د هڅو ميوې راتلل پیل شوي٬د روانې مياشتې په آخر كښې په چين كښې د خارجه وزيرانو د غونډې په شيډول كښې نورې مهمې پريكړې امكان لري ۔د نړيوالو چارو ماهر ډاكټر رفعت حسېن ووئيل د افغان عبوري حكومت وسائلو كښې د كمي باوجود مېرمنو ته تعليمي آسانۍ وركولو لپاره اقدامات كوي٬افغان حكومت په كومه هم لمحه د مېرمنو د حقونو تحفظ په اړه د نړيوالې ورورولۍ د غوښتنو منلو څخه انكار نه دے كړے٬مېرمنو ته بشپړه حقونه وركولو لپاره افغانستان له به په معاشي توګه مستحكمېدل ضروري وي۔ده ووئيل دا مهال په افغانستان كښې بشري بحران راپیدا كېږي٬د ملګرو ملتونو په رپورټس كښې وئېلي كېږي كه چرې په بېړني بنيادونو افغانستان ته مرسته ورنه كړې شوه نو د لويې انساني الميه راپېدا كېدو اندېښنه ده۔ده ووئيل د افغانستان موجوده حالات كښې د چين كردار د اهميت وړ دے۔امريكې له به د افغان عبوري حكومت سره اړيكې معمول ته راوستلو لپاره خبرې اترې كول وي۔تبصره كونكې نوخيز ساهي ووئيل د افغانستان په پرمختګ كښې د مېرمنو كردار د ستائنې وړ دے۔ نړۍ دې افغانستان مستحكم كړي دغسې چې مېرمنو ته بشپړ حقونه ترلاسه شي۔ده ووئيل افغان عبوري حكومت د جينكو تعليمي ادارې پرانستل د نړۍ غوښتنه پوره كړې٬د دې نه علاوه هم هغوي د مېرمنو حقونو تحفظ لپاره كار كوي۔ده ووئيل د مېرمنو نړيوالې ورځې په موقع د افغان عبوري حكومت بيان مثبت پیشرفت دے۔د ټولو هېوادونو خپل كلتور دے۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په افغانستان كښې د او آئي سي دفتر پرانستلو كرېډېټ د پاكستان حكومت دے
د مېرمنو نړيوالې ورځې په موقع د افغان عبوري حكومت بيان مثبت پېشرفت دے٬نړيوالې ورورولۍ له به افغانستان مستحكم او په معاشي توګه مضبوطولو لپاره كردار ادا كول وي۔د نړيوالو چارو پوهان
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم