اسلام آباد۔18اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف سره په پاكستان كښې د سعودي عربستان سفير نواف بن سعيد المالكي د ګل په ورځ وليدل او ده ته ئې د وزارت عظمی منصب په سنبالولو مباركي وركړه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي يبان له مخې په ملاقات كښې سعودي سفير وزيراعظم ته د وزارت عظمی منصب په سنبالولو مباركي وركړه۔ دوي د ملګرتيا دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو له د عزم څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او ستراتيجيكي څانګو كښې سعودي عربستان سره اړيكو ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ وزيراعظم د زده كړو٬ روغتيا٬ انفارمېشن ټېكنالوجي او د توان ودې له د سعودي عربستان تجربې څخه استفاده كولو له هم د خپل عزم څرګندونه وكړه۔
مضمون کا ماخذ : رومن دولت