اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر او وفاقي وزير سينيټر اسحق ډار وئيلي دي چې په ناموس رسالتۖ او د قرآن په حرمت زمونږ ځان او مال قربان دے٬ حكومت د قرآن پاك د بې حرمتۍ د پېښو بشپړه غندنه كړې ده٬ چين پاكستان د ديواليه كېدو نه بچ كولو كښې اهم كردار لوبولې، د بهرنو قرضو د ادائيګو نه پس د زر??بادلې پانګې مستحكم شوې دي٬ د هېواد د زر??بادله پانګې د 14 اربه ډالرو ته نزدې دي٬ دا لا ښه كوٶ۔ د اتوار په ورځ په سېنېټ كښې د خبرو په مهال د خزانې وزير ووئيل په ناموس رسالتۖ او د قرآن په حرمت زمونږ ځان او مال قربان دے٬ حكومت د قرآن پاك د بې حرمتۍ د پېښو بشپړه غندنه كړې ده، دې ايوان له په دې لړ كحې په قرارداد كښې په بشپړه ډول خپل موقف وړاندې كول پكار دي۔ ده ووېيل د سي پېك لس كاله ترسره شوې دي٬ د چين نائب وزيرا??ظم د لوړې كچې پلاوي سره په درې ورځنۍ دوره نن پاكستان ته رارسي۔ ده ووئيل چې مونږ د زر??بادله پانګې 16 اربه ته رسولو لپاره هڅې كوٶ٬ د وړلډ بېنك څخه به په دسمبر كښې د 150 مېليونه ډالرو قرض ترلاسه شي او دغسې آسيائي پرمختيائي بېنك څخه به هم 300 مېليونه ډېر زر?? ترلاسه شي۔ ده ووئيل مونږ د آئي اېم اېف نه خېرات نه اخلو قرضه اخلو او د ھغوي غړي يو٬ قرض اخستوونكي سره د انتخاب ګنجائش نه وي٬ مونږ وياړ لرونكي پاكستانيان يو٬ مونږ له به د قرضو نه وتل وي۔ ده ووېيل د پاكستان د ساورن فنډ بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې شوې دې٬ ډېر زر به سېنېټ ته وړاندې شي٬ مونږ ميثاق معيشت كول غواړو، مونږ په ميثاق جمهوريت هم لاسليك كړې٬ 98 فيصده په ھغې عمل شوې٬ مونږ د اجتماعي هلو ځلو د لارې هېواد د پرمختګ په لاره سمولې شو٬ زراعت، آئي ټي او ??عد??يات ته پام كولو سره هېواد د پرمختګ لپاره روانېدې شي
په ناموس رسالتۖ او د قرآن په حرمت زمونږ ځان او مال قربان دے٬ حكومت د قرآن پاك د بې حرمتۍ د پېښو بشپړه غندنه كړې ده٬ چين پاكستان د ديواليه كېدو نه بچ كولو كښې اهم كردار لوبولې۔ اسحاق ډار
Governor Online Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن