اسلام آباد۔20جولائی (اے پی پی) وفاقي وزير مياں جاوېد لطيف وئيلي دي چې كه د سائفر بيانيه دروغ او د 9 ٬ 10 مئي پېښې ناسمې وې نو د دې ټولو كردارونو ته لاس ولې نه دې اچولې شوې ٬ نواز شريف د اولس اميد دے كوم چې په څلورم ځل وزيراعظم جوړېدو سره هېواد ستونزو څخه ويستلې شي خو شرط دا دې چې د هغه په لاره كښې خنډان ودرولو څخه ډډه وكړې شي٬ انصاف لپاره تر ستمبر مياشتې انتظار كول سم نه دي٬ رياست به په كوم يو تن قرباني كېدو له نه وركوؤ۔ د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې ده ووئيل د پاکستان په ضد كېدونكي سازشونه مخ په ختمېدو دي كه ټول ريښتيا ووئيلې شي نو د هېواد ټولې مسئلې هوارېدې شي۔ ده ووئيل د سائفر چې كومې خبرې رامخې ته كېږي دا كو??ې نوې نه دي۔ ده ووئيل د ذولفقار علی بھټو، نواز شریف او عمران ترمينځه هېڅ مماثلت نشته۔ ده ووئيل بھټو په سولۍ كړې شو ٬ نواز شريف هېواد څخه بهر كړې شو او دعمران خان راوستلو سره هېواد كمزورې كړې شو۔ ده ووئيل څوك هم چې آئين ماتوي ٬ بغاوت ته خلق پاروي او رياست كمزورې كوي نو په هغه بايد آرټيكل 6 ولګولې شي۔ ده ووئيل د 2017 او سائفر كردار يو بل س??ه تړون لري۔ ده ووئيل اعظم خان كومه نوې خبره نه ده كړې ٬ كه د دغه وخت سائفر سره په اړونده آډيو يقين كولې شي نو په نورو آډیوز دې هم كارروائي وكړې شي۔ نوازشریف تاحیات نا اهل كړې شو او چا چې په رياست بريد كړې د هغه په ضد كارروائي نه ده كړې شوې۔ ده ووئيل ریاست ته بايد انصاف ترلاسه شي ولې چې نواز شر??ف هغه يوازينې اميد دے كوم به چې په څلورم ځل وزيراعظم جوړېدو سره سي پېك بشپړ كړ?? او ددې مېوې به ترلاسه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كه د سائفر بيانيه دروغ او د 9 ٬ 10 مئي پېښې ناسمې وې نو د دې ټولو كردارونو ته لاس ولې نه دې اچولې شوې
كه د سائفر بيانيه دروغ او د 9 ٬ 10 مئي پېښې ناسمې وې نو د دې ټولو كردارونو ته لاس ولې نه دې اچولې شوې٬ د وفاقي وزير مياں جاوېد لطيف خبري كنفرنس
EVO online online entertainment website
APP14-200723
ISLAMABAD: July 20 - Federal Minister Mian Javed Latif addresses to the Media persons during a press conference at PIDC. APP/SMR/TZD/ZID
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم