اسلام آباد۔10جون(اے پی پی) د بهرنیو چارو وزير مملكت حنا رباني کهر د روانې جون مياشتې 8 مې څخه تر 10 مې نېټې د ډنمارک او فن لېنډ دوه ورځنۍ دوره ??كړه۔ د خپلې دورې په مهال دې په حكومتي كچه ٬ تهنك ټېنك او ځايي ميډيا سره خبرې وكړې۔ د خالي په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې وزير مملكت حنا رباني كھر د ډنمارك دورې په مهال د پرمختيائي مرستې او د نړيوال موسمياتي پالېسۍ وزير ډين جورګنس سره ??لاقات وكړو۔ دواړه وزيرانو په دې وروستيو كښې د لاس ليك شوې ګرين فرېم ورك اېنګېجمنټ لوظنامې لاندې د تجديد وړ توان څانګه كښې د مرستې په زياتولو موافقت وكړو۔ دې هيله ښكاره ??ړه چې د ډنمارك د وزير د پاكستان راروانه دوره (16 څخه تر 18 جون 2023) به په دې لړ كښې مرستياله ثابت شي۔ حنا رباني كھر د ډینش پارلیمان غړي پريهن راسموس سره د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو كښې د پارليماني شموليت په اهميت زور راوړو۔ دواړو اړخونو په بېلو څانګو كښې په متوقع پېش رفت د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیر مملکت د مهمو سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو په اړه د پاكستان نقطه نظر حوالې سره د شلر انسټي ټيوټ تر اهتمام لاندې پروګرام كښې ګډون هم وكړو۔ په كوم كښې چې د شلر انسټی ټیوټ صدر هیلګا زیپ لا روچ د زوم د لارې ګډون وكړو۔ وزیر مملکت د ډنمارك نوموړې ورځپاڼې برلنګسک سره ??ركه هم وكړه۔ د پرېس ريليز له مخې د جون په 9 مه نېټه وزير مملكت په هېلسنکی كښې د فن لېنډ د خارجه چارو سېكتر جوهانا سموووری سره ??لاقات وكړو۔ دواړو اړخونو د زده كړو او پېشه ورې تربيې په څانګو كښې په زياتېدونكې همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دې ووئيل ګرین انرجی څانګه ډېره ??همه ده۔ په دې ك??ې دوه اړخيزه همكارۍ ته وده وركولې شي۔ د وزیر مملکت حنا رباني كھر د ډنمارك او فن لېنډ دورو د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلی كچې سياسي تړون غوره ??وقعه وړاندې ك??ه۔ هيله ده چې دې سره به شريك باور رامخې ته شي چې ورسره به په بېلو څانګو كښې ګټه وره ??مكاري وكړې شي۔
وزير مملكت حنا رباني كھر 8 څخه تر 10 جون 2023 د ډنمارك او فنډ لېنډ دوه ورځنۍ دوره وكړه٬ خارجه دفتر
Tikigoti Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا