مظفر آباد۔5فروری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د تېرو 75 کالو راهسې د کشم??ري وروڼو، خوېندو، مېندو، ماشومانو او ځوانانو چې كومې مړانې او حوصلې سره د هندي ظلم او جبر مقابله کړې ده او کومې لويې قربانۍ يې ورکړي دي هغه به خامخا رنګ راوړي۔ د ټولو سياسي ګوندونو د كشمير مسئلې له يو موټې كېدل به هند لپاره يو فعاله پېغام ثابت شي٬ هند کشمیر د نړۍ تر ټولو لويې زندان كښې بدل کړی، كشم??ري اولس ته آزادي وركولو له به پاكستان يو معاشي قوت جوړول وي۔ د اتوار په ??رځ د كشمير د يووالي ورځې په ??وقع د آزاد كشمير قانون ساز اسمبلۍ ته خپل خطاب كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې دا زما لپاره د وياړ خبره ده چې زه نن په ??غه ځايې ولاړ يم كوم چې بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح د پاکستان شه رګ بللے وو٬ د آزاد كشمير وزیراعظم ماته دلته د راتللو بلنه راكړه دغسې چې خپل معروضات وړاندې كړې شم او تاسو سره په ګډه كشمير پالېسۍ كښې لا جدت او قوت پېدا كولو له مشاورت وكړے شم۔ وزيراعظم ووئيل نن چې په مظفر آباد كښې د سياسي ګوندونو مشرانو او غړو د كوم يو والي څرګندونه كړې ده دې سره به د هندوستان حكومت او اغيار ضرور پرېشانه شي او بايد پرېشانه شي ولې چې كله قوم د خپلو اهدافو ترلاسه كولو له يو موټي شي نو د پاك پروردګار په ??ضل او كرم دغه قوم لا قوي شي۔ ده ووئيل هند له 75 كالو راهېسې د لكھونو په شمېر مسلمانان ظلم او زياتي سره مخ كړي٬ د لكھونو په شمېر شهيد كړی شوي دي٬ نرېندر مودی په اګست 2019 كښې د كشمير ځانګړې حېثيت ختمولو سره دا وادي په زندان كښې بدله كړه۔ ده ووئيل د کشم??ري وروڼو، خوېندو، مېندو، ماشومانو او ځوانانو چې كومې مړانې او حوصلې سره د هندي ظلم او جبر مقابله کړې ده او کومې لويې قربانۍ يې ورکړي دي هغه به خامخا رنګ راوړي۔ ده ووئيل د كشمير په ??سئله نړۍ خبره نه كوي ٬ دنړۍ قوتونو په ??ذهبي بنيادونو سوډان تقسيم كړو٬ مشرقي تېمور د انډونيشيا برخه وه قطع كولو سره دغې سيمې ته په ??ذهبي بنيادونو آزادي وركړې شوه٬ دغسې نړيوالو قوتونو قطبي آئرلېنډ ته په سياسي او مذهبي بنيادونو آزادي وركړې خو كله چې د بوسنيا خبره راشي نو پرمختګ كړې هېوادونه تر هغه وخت غلې وي تر كومې چې د زرګونو په شمېر خلقو وينه تويې شوې نه وي ٬ د زرګونو په شمېر مېندې د خپلو زړه ټكړو نه محرومه شوې نه وي۔ دغلته ډېر زيات ظلم شوے ٬ اجتماعي قبرونه جوړ كړې شوي ٬ كله چې د مسلمانانو د وينو نخښې ګردې نړۍ ته وښودلې شوې نو د دوئي سترګې پرانستلې شوې۔ دغسې په ??لسطين كښې ظلم او زياتې روان دے او دا هڅه روانه ده چې ظالم او مظلوم برابر وګرځولې شي۔ ده ووئيل د تېرو 75 كالو په ??هال د پاكستان اولس او حكومت د كشمير كاز خبره كړې ده۔ په 1954ء كښې نهرو په ??وك سبھا كښې وئيلي وو چې مونږ به كشم??ري اولس ته د خپلواكۍ حق وركړؤ۔ ده ووئيل كشميرې اولس پوښتنه كوي چې كله دوئي سره ظلم روان وو نو اسلامي نړۍ بايد د دوئي مرسته كړې وې ٬ د دوئي ګيله به په ځائې وي ، پاکستان خو يوې ګھړۍ له هم كشم??ري وروڼه هېرولې نه شي٬ اسلامي نړۍ هم د كشم??ري اولس ملاتړ كوي۔ شهباز شریف ووئيل كه مظفر آباد څخه د افريقې تر آخري غاړې مسلمانان د كشم??ري او فلسطيني اولس آزادولو عزم وكړي نو په ??اك پروردګار مې دې قسم وي چې د هغه په ??رسته به دوئي آزادي ومومي٬ خو دې له به عملي كار كول وي۔ دا نعرو ٬ مرثيو ٬ تقريرونو او مشاعرو سره نه بلكې عملي كار كولو سره كېږي۔ وزيراعظم ووئيل په دويم جنګ عظيم كښې جاپان او المان ته زيات زيان وشو او د كروړنو په شمېر خلق مړه شول خو په 60 كاله كښې چې هغوي كومې خوارۍ سره كار وكړو نن يۍ نړۍ ستائنه كوي۔ ده ووئيل كه پاكستان ٬ منځنې ختيز او د خليج په شمول اسلامي نړۍ په ګډه تركيز كولو سره كار وكړي او په غږ كښې قوت پېدا كړي نو هغه ورځ لرې نه ده چې كشميرې او فلسطين اولس به آزادي ومومي۔ وزيراعظم وئيل پاكستان اتومي قوت دے او هندوستان ورته په خيرنه سترګه كتلې نه شي۔ ده ووئيل د پاكستان د وزيراعظم په حېث نه بلكې د پاكستاني وګړي په حېث ولاړ يم۔ كه مونږ خپله منځه اختلاف يو اړخ ته كړو او دا پرېكړه وكړؤ چې كشم??ري او فلسطيني اولس ته خپل حق وركول دي نو دې لپاره به سفارتي هڅې كول وي٬ او دې سره به كشمير آزاد شي۔ ده ووئيل ذوالفقار علی بھټو كشمير لپاره تر زر كالو د جنګ كولو خبره كړې وه ، دغسې نواز شريف په ??ال 1998ء كښې د هند د 5 چاؤدنو په ځواب كښې 6 چاؤدنې كولو سره پاكستان يو اتومي قوت جوړ كړو۔ په ??ال 1999ء كښې چې كله واجپائي لاهور ته راغلو نو هغه د مينار پاكستان دوره وكړه او دغلته ګويا شو چې د پاكستان جوړېدو په ??خت زمونږ په زړه ډېر څه تېر شوې وو خو اوس مونږ پاكستان د زړه نه تسليموؤ۔ دې څخه وروستو لاهور لوظنامه وشوه او واجپائي نواز شريف سره وعده وكړه چې په ??و كال كښې به د كشمير مسئله حل شي۔ باقي تاريخ دے په ??ھټمنډو كښې څه شوې وو ټولو ته ياد دي٬ ده ووئيل مونږ له به تېر وخت څخه زده كړه كولو سره مخ په ??ړاندې تلل وي۔ كه پاك پروردګار ته منظور وي كشمير به ضرور آزاد شي او د سيد علي ګې??ان?? روح ته به سكون ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل ياسين ملك په تهاړ زندان كښې ستونزو سره مخ دے٬ آسيه اندرابي سره ظلم روان دے٬ دغسې د لكھونو په شمېر مثالونه موجود دي۔ كشم??ري اولس په ځايې پاكستان ته ګوري ٬ پاكستان له به دا قرض وركول او خپله ذمه واري ترسره كول وي۔ وزيراعظم ووئيل د معاشي چېلنجونو باوجود د آزاد كشمير د اسمبلۍ سپيكر او وزيراعظم لخوا د پورته كړې غوښتنو به جاج اخستلې شي۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف پلاوې پاكستان ته راغلې دې او د يوې يوې سبسډي جاج اخلي۔ ده ووئيل مونږ له كه داسې ژوند كول دي لكه څنګه چې د نړۍ نور قومونه كوي نو بيا به يو موټې كېدو سره د معاشي چېلنجونو مقابله كول وي او سستي به ختمول وي۔ ده ووئيل كه زمونږ قول او فعل د تضاد نه پاك وي نو بيا زمونږ بېړې تر ساحله رسېدې شي۔
د کشميري وروڼو، خوېندو، مېندو، ماشومانو او ځوانانو سترې قربانۍ به ضرور رنګ راوړي٬ كشميري اولس ته آزادي وركولو له به پاكستان معاشي قوت جوړول وي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د آزاد جموں وكشمير قانون ساز اسمبلۍ ته خطاب
Carnival Mask APP game official website
مضمون کا ماخذ : گرم گرم