نیو یارک ۔23ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف نړۍ پاكستان كښی د موسمياتي بدلون د لاسه د راغلي سېلاب تباهۍ نه خبرولو سره ??ئي??ي دي په درېو كښې يوه برخه پاكستان په اوبو كښې ډوب شوے ٬ د نړيوال حدت زياتو ناوړه اثراتو پاكستان كښې ژوند ټول عمري له بدل كړے ، پاكستانے اولس د نړيوال حدت زيان پورته كوي ٬ د قامي سلامتيا تعريف اوس بدل شوے ٬ د قدرتي آفتونو مخنيوي له به نړيوالې ورورولۍ له يو كېدل وي او د سباؤن تګلاره وضعه كولو له به يو ځائې ناسته كول وي ګني جنګونو لپاره به كوم مېدان پاتې نه شي۔ هند د مظلومه كشمير اولس حق غضب كولو له مقبوضه جموں وكشمير د نړۍ تر ټولو لويه پوځي سيمه ګرځولې ده٬ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې تر حل كېدو به كشميري اولس سره ولاړ پاتې يوؤ٬ جنګ د مسئلې حل نه دے٬ شخړې د سوله ايزو خبرو اترو د لارې هوارېدې شي٬ مونږ له به د خپلو وسائلو رخ اولس پلو كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو 77 مې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم د خپلې وېنا پېل د قرآڼ پاك د آيت نه وكړو۔ شهباز شريف په خپل خطاب كښې و??ئي?? نن زه د خپل هېواد پاكستان حالات بيانولو له دلته ولاړ يم ولې زما زړه او دماغ دا مهال هم په خپل هېواد كښې دي٬ مونږ چې د كومو ستونزو نه تېرېږو هغه په ټكو كښې بيانېدې نه شي۔ ده و??ئي?? تر 40 شپو يو تباهي خپرونكې سېلاب په مونږ مسلط پاتې شوے كوم چې د پېړيو پېړيو موسمياتي ريكارډ مات كړے ۔ ده ووئېل نن هم د هېواد يو لويه برخه په اوبو كښې ډوبه ده۔ د مېرمنو او كوچنيانو په شمول 33 م??ين?? وګړي د روغتيا خطرو سره مخ دي په كومو كښې چی 6 لكه اميدوارې مېرمنې هم شاملې دي۔ ده و??ئي?? د سېلاب د لاسه 1500 نه زيات كسان په حق رسېدلې دي په كومو كښې چې د 400 نه زيات كوچنيان هم شامل دي۔ ده و??ئي?? د سېلاب د لاسه خلق ځاني زيان سره مخ شوي ،370 پلونه تباه شوي او 10 لكه ډنګر مړه شوي دي۔ وزيراعظم و??ئي?? د سېلاب د لاسه د اولنو اندازو له مخې 13 زره كلوميټره نه زيات سړكونو ته زيان رسېدلے دے۔ څلور ملين اېكړه باندې ولاړ فصلونه له مينځه تللي٬ د لكھونو په شمېر خلق بې كوره شوي ۔ ده و??ئي?? د ماحولياتي آلودګۍ د لاسه پاكستان ځپلے كېږي٬ پاكستان كښې مو دا ډول آفت ??له هم نه وو ليدلے۔ ده و??ئي?? مونږ دې نه وړاندې زياتېدونكي درجه حرات او اوس سېلاب سره مخ نه وؤ٬ حال دا دے چې په نړۍ كښې كوم كاربن فضا ته لېږلے شي په هغې كښې د پاكستان برخه د يو فيصد نه هم كمه ده۔ ده ووئېل مونږ چې كومو مسئلو سره مخ يو د هغې سبب مونږ نه يؤ۔ وزیراعظم و??ئي?? پاکستان كښې خلق دا وائي چې مونږ سره داسې ولې وشول؟۔ ده و??ئي?? حقيقت دا دے چې دا آفت زمونږ دلاسه نه دې راغلے ٬ زمونږ ګلېشیئرز په تندۍ سره ويلې كېږي٬ ځنګلونه سوزي او د ګرمۍ ??په د 53 ډګري سېنټي ګرېډ نه زياته شوې كومه چې د زمكې تر ټولو ګرمه سيمه جوړېږي۔ ده و??ئي?? مونږ تباهي كونكي پشكال سره مخ يؤ لكه څنګه چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په زيات مناسب ډول بيان كړے۔ ده و??ئي?? دا يوه خبره زياته ښكاره ده چې څه په پاكستان كښې رامخې ته شوي هغه به يواځې تر پاكستان محدود نه وي۔ ده و??ئي?? د خپل اولس لخوا په سخت وخت كښې د مرسته كوؤنكو مننه كوم۔ ده و??ئي?? زه د پاكستان په دوره كولو د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر هم مننه كوم۔ ده و??ئي?? مونږ د پرمختيائي فنډ برخه هم د رېسكيو او ريليف په چارو مصرف كوؤ۔ ده و??ئي?? تردې دمه سېلاب ځپليو ته 70 اربه روپۍ وركړې شوي دي
د نړيوال حدت زيات ناوړه اغېز په پاكستان كښې ژوند ټول عمري له بدل كړے ٬ د قدرتي آفتونو مخنيوي له به نړيوالې ورورولۍ له يو كېدل وي٬ د وزيراعظم شهباز شريف عمومي اسمبلۍ ته خطاب
Speed Automatic Roulette Login Platform
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب