ډيره ??ازي خان 05 اګست (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي وفاق اوصوبې به په ګډه د سېلاب صورتحال مخنيوے كوي٬ د آخري كور تر ودانۍ به په قلاره نه كېښنو٬ حقدارو ته به د دوي په چوكاټ دننه د هغوي حق ورسوٶ٬ دا د سياست نه د خدمت وخت دے٬ زمونږ اخلاص نه وړاندې كم ٶ او نه به پكښې اوس كمے راشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ډېره ??ازي خان سېلاب ځپليو سيمو دورې په مهال كوټ چټھه كښې د وېنا په مهال كړ??۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬ د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارړ او نور هم موجود وٶ۔ وزيراعظم ووئيل د سېلاب له امله ډېر مالي او ځاني زيان شوے۔ وزيراعظم راياد كړه چې په كال 2019 كښې هم په نننۍ ورځ مودي سركار يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات سره په مقبوضه كش??ير كښې بربريت او د ظلم بازار ګرم كړ?? ؤ او د كش??يريانو آئيني حقونه ئې پامال كړي، هند د تېرو 70 كالو په مهال د کشميريانو د بشري حقونو خلاف ورزۍ كوي او د بې ګناه كسانو وينه بهېول لا زياته كړ??، نن نه يواځې ټول پاكستانے قام بلكې ټوله اسلامي نړۍ هغه عظيمو زامنو او غازيانو ته سلام كوي چا چې د هند د غاصبانه قبضې په ضد بېرغ پورته ساتلے دے۔ وزيراعظم دعا وكړه چې لوي څښتن دې كش??يريانو ته د هند د غلامۍ نه نجات وركړي او دوي ته دې د آزادۍ ورځ نصيب شي۔ په دې موقع وزيراعظم په سېلاب كښې په قېتمي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ?? ژوبل شوو روغتيا لپاره ??عا هم وكړه
وفاق اوصوبې به په ګډه د سېلاب صورتحال مخنيوے كوي٬ د آخري كور تر ودانۍ به په قلاره نه كېښنو۔د وزيراعظم شهباز شريف په کوټ چټھه كښې سېلاب ځپليو ته خطاب
Baccarat Control Squeeze Game Card Reputation Platform
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena