اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د چيلنجونو باوجود پاكستان د افغان كډوالو په عزت او وقار سره كوربتوب كړے،نړيواله ورورولي دې د افغان كډوالو په دومره لويه شميره په كوربتوب كولو په پاكستان د پيټي كمولو او د دې مسئلے د اوږدې مودې حل لپاره د اجتماعي ذمه وارۍ مظاهر?? وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كمشنر (يو اين ايچ سي آر) فليپو ګرانډي سره خبرو كښې وكړه چا چې د وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ملاقات كښې وزيراعظم د يو اين ايچ سي آر سره د پاكستان د زړې شراكت دارۍ حواله وركولو سره د څلورو لسيزو راهسې د زياتې مودې نه د افغان كډوالو په كوربتوب كښې د ملګرو ملتونو د اړخه د پاكستان مرستې ستائن?? وكړه۔ وزيراعظم ووئيل سره د ګڼو چيلنجونو پاكستان عمر له د افغان كډوالو په عزت او وقار سره كوربتوب كړے۔ وزير اعظم په دې خبره زور راوړ?? چې نړيواله ورورولي دې د افغان كډوالو په دومره لويه شميره كښې په كوربتوب كولو سره په پاكستان د پيټې كمولو او د دې مسئلے د اوږدې مودې حل لپاره د اجتماعي ذمه وارۍ څرګندون?? وكړي۔ وزيراعظم په دې لړ كښې د پاكستان هڅې د نتيجې وړ ګرځولو له په يو اين ايچ سي آر زور راوړ?? چې د افغان كډوالو د صورت حال مخنيوي لپاره كوټلې حل ته ودې وركولو له كردار ترسره كړي۔ وزيراعظم ووئيل د افغان كډوالو محفوظ او په قار سره هېواد ته ستنولو ته د پاكستا?? حكومت پام لرنه كوي۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړ?? چې د افغان كډوالو هېواد ته د ستنولو په مسئله كښې دې نړيواله ورورولي پاكستان ته د پېښو سماجي او اقتصادي چيلنجونو او سلامتيا خطر تر نظره وساتي۔د ملګرو ملتونو هائي كمشنر د تيرو څو لسيزو راهسې د ګڼ شمير افغان كډوالو په كوربتوب كولو د پاكستا?? حكومت مثالي ميلمستيا ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ده وزيراعظم له باور وركړ?? چې يو اين ايچ سي آر به د افغان كډوالو بنيادي ضروريات پورا كولو له د پاكستان سره په ګډه كار كوي۔دا خبره دې ياده وي چې د ملګرو ملتونو هائي كمشنر د 7 نه تر 9 جولائي 2024 د پاكستان په دوره دے۔
د چيلنجونو باوجود پاكستان د افغان كډوالو په عزت او وقار سره كوربتوب كړے۔د وزيراعظم شهباز شريف د يو اين ايچ سي آر هائي كمشنر فليپو ګرانډي سره خبرې
Lucky Cow Credit Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش