اسلام آباد۔1جولائی(اے پی پی) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې سی پېک د سرمايه كارۍ ٬ د ټيكنالوجۍ منتقلۍ او د هنرمندۍ د ترقۍ محرك ثابت شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاکستان انسټی ټیوټ فار پارلیمانی سروسز (پی آئی پی اېس) هال كښې د چائنا چیمبر آف کامرس ان پاکستان (سی پی کے) او د تلپاتي پرمختګ ادارې (اېس ډی پی آئی) د تلپاتي پرمختيائي رپورټ 2023 اجراﺀ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ د رپورټ مخكتنه د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ٬ د وزيراعظم د موسمياتي بدلون كوآرډينېټر رو??ينه خورشيد عالم ٬ د سي پي كے چيئرمېن وانګ هوئي هوا او چينائي وزير كونسل يانګ ګوانګ يوآن وكړه۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل ??ي پي پي د صدر آصف علي زرداري په مشرۍ كښې اولنے ګوند وو كوم چې د سي پېك د پېل كېدو لاره هواره كړه۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت چينائي كمپنيو او د سي پېك لاند?? په بېلو منصوبو كاركوؤنكو ته پېښو چېلنجونو څخه خبر دے او چينائي وګړو لپاره فول پروف امنيت باوري كوي۔ ده ووئيل حكومت او بېوروكرېسي د سي پېك په دويم پړاؤ يا د سي پېك 2.0 لاندې منصوبې ګړندۍ كولو له د خصوصي سرماه كاري سهولت كونسل په څير ادارې جوړ كړې دي۔ ده ووئيل سي پېك په پاكستان كښې ځاي وګړو لپاره 155000 هنرمند او غېر هنرمند ملازمتونه پېدا كړې دي بياهم د سي پېك دوهم پړاؤ لپاره د مفاهمت په يادښت عملدرآمد په صنعتي پرمختګ ٬ ګرين انرجي اقدامات ٬ د كم كاربن ترقۍ او نورو څانګو كښې د ??رل?? پسې مرستې عكاسي كوي۔ ده ووئيل ??اكستان سي پېك ماحول دوست جوړولو له د چينائي صدر شي جن پنګ لخوا د يو ډالر فنډنګ عزم ستائلې دې۔ د چين وزير كونسلر یانګ ګوانګ یو آن په دې موقعه ووئيل چين باور ??ري چې د پاكستان سباؤن روښانه دے۔ ده ووئيل د نوي حكومت آپرېشنل كېدو څخه وروستو په دې مياشتې كښې ټولې معاشي اشاريې ښه شوي دي۔ ده زياته كړه چې د كلن افراط زر شرح كمېدو سره 18 فيصده پاتې شوې ده۔ په آئي ټي برآمداتو كښې 62 فيصده اضافه شوې ده۔ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير پروفېسر ډاکټر احسن اقبال ووئيل سي پېك د مشتركه خوشحالۍ وژن دے د كوم خوب چې پاكستان او چين ليدلے وو۔ ده ووئيل د سي پېك دوهم پړاؤ به نه يوازې دې هېواد بلكې منطقې لپاره خوشحالي او پرمختګ راوړي۔ د وزیراعظم د موسمياتي بدلون کوآرډینېټر رو??ینه خورشيد عالم ووئيل د سی پیک ون بېلټ اېنډ روډ انېشی اېټو (بی آر آئی) سټرېټجک مظهر دے د د?? په نتيجه كښ?? په ګرده نړۍ كښې د پرمختګ باوري كولو په زړه پورې نتيجې رامخې ته كيږي۔ د سي سي سي پي كے چيئرمېن وانګ هوئی ہوا په خپل خبرو كښې د چېمبر لخوا په جاري كړی پرمختيائي رپورټ كښې د همكارانو او برخه اخستونكو مننه وكړه۔ ده ووئيل چين د سي پېك په مهال په پاكستان كښ?? په تلپاتي پرمختګ سختۍ سره عمل كړې د?? په كوم كښې چې د ځايې آبادۍ پرمختګ ته زيات پام ګرځولے شوے دے۔ د دستور?? په پايه كښې دې چينائي چارواكو لخوا معززينو ته يادګارۍ ډالۍ وركړې شوې۔
سي پيك د سرمايه كارۍ ٬ د ټيكنالوجۍ منتقلۍ او د هنرمندۍ د ترقۍ محرك ثابت شوے ٬ پاكستان پيپلز پارټي د صدر آصف علي زرداري په مشرۍ كښې د سي پيك لاره هواره كړه ٬ سيد يوسف رضا ګيلاني
गोब्लिन फॉर्च्यून विश्वसनीय मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی