اسلام آباد۔9مارچ (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) او نورو اتحادی ګوندونو صدارتي كانديد آصف علی زرداری د 411 ووټونو په ترلاسه كولو صدر مملكت ټاكلے شوے دے۔ د ده په مقابله كښې د مخالفې ډلې ګوندونو كانديد محمود خان اچکزئی 181 ووټ??نه ترلاسه كړل۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري كړې شويو غېر حتمي سركاري نتيجو له مخې د صدر مملكت ټاكنې لپاره په مجموعي توګه په پارليمنټ او څلور واړو صوبو كښې 5 پولنګ سټېشن??نه جوړ كړې شوې وو۔ په قومي اسمبلي هال كښې د قومي اسمبلۍ او سېنېټ غړو لپاره جوړ كړې شوي پولنګ سټېشن څخه د حك??ران اتحاد كانديد آصف علي زرداري د 411 ووټونو په ترلاسه كولو كامياب وګرځولے شو ٬ د ده په مقابله كښی د سني اتحاد كونسل او نورو مخالفو ډلو كانديد محمود خان اچكزئي181 ووټ??نه ترلاسه كړل۔ د قومی اسمبلۍ ، سېنېټ او څلورو واړو صوبو ټولو 1044 غړو د رايې حق وكارولو۔ د حك??ران اتحاد كانديد 411 ووټ??نه ترلاسه كړل۔ د پولنګ عمل تر 4 بجو روان پاتے ??و۔ د اعلان شوې نتيجې له مخې د صدر مملكت ټاكنې لپاره په الېكټورل كالج كښې ټول ووټ??نه 1185 وو په كومو ??ښې چې 92 نشست??نه خالي دي۔ ټولو 1044 ووټرانو د رايې حق وكارولو په كومو ??ښې چې د 9 ووټرانو ووټ??نه مسترد كړې شول۔ 1035 ووټ سم وګرځولې شول۔ د پریذائیډنګ افسرانو لخوا د حتمي نتيجې ترلاسه كېدو څخه وروستو به د الېكشن كمېشن لخوا د كامياب كانديد نوټيفكېشن د اتوار په ورځ جاري كولې شي۔
آصف علی زرداری د 411 ووټونو په ترلاسه كولو صدر مملكت وټاكلے شو
Plush Crazy Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha