APP06-060923
ISLAMABAD: September 06 Caretaker Prime Minister Anwaar-ul-Haq Kakar addressing media at a ceremony held at Pakistan Monument to mark Defence & Martyrs Day. APP/MAF/TZD
اسلام آباد۔6ستمبر (اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د دفاع او شهيدانو ورځو په موقعه د ګران هېواد دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوؤنكو اتلانو ته د عق??دت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي شهيدان زمونږ وياړ دي ٬ قربانۍ يۍ ??ه مونږ پور دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د دفاع ورځې حوالې سره په شكرپړياں كښې تابيا كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي هم موجود وو۔ نګران وزيراعظم دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل ګران هېواد لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوؤنكو شهيدانو ته د عق??دت پېرزوينې وړاندې كوؤ او مونږ دلته دې دستوره كښې موجود دې لپاره يؤ چې مونږ خپل شهيدان هېر كړې نه دي۔ د??ئي د پاك پروردګار په لاره كښې خپل ځان قربان كوي۔ د??ئي زمونږ وياړ دي او قربانۍ يۍ ??ه مونږ پور دي۔ د دې پور په ادا كولو كښې مونږ يوه كوچنۍ شان نذرانه وړاندې كولې شوؤ او هغه د هغوي د مينه والو عزت او احترام دے۔ د?? ووئيل دا هغه جذبه ده د كومې ذكر چې علامه اقبال هم په خپلو شعرونو كښې كړې دے۔ د?? ووئيل شهادت يوه ستره مرتبه ده د كومې چې د پاك پروردګار په نزد ډېر لويے اجر دے۔