اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) په سېنېټ كښې بېل بېلو سيا??ي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو د كورنيو چارو په وزير د بريد سخته غندنه كړې او وئېلې يې دي چې په احسن اقبال بريد پھ جمهوريت بريد سره سمه خبره ده۔ټول قوم د دې بريد په ضد يو موټې دې٬دا بريد اړې ګړی پیدا كولو سره د ټاكنو ځنډولو هڅه هم كېدې شي۔ستر قاضي دې د امنيت په اړه په خپلو احكاماتو نظرثاني وك??ي۔د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د مخالفې ډلې مشرې شېري رحمان د كورنيو چارو په وزير احسن اقبال په شوي بريد د افسوس څرګندونه وك??ه او د دې بريد غندنه كولو سره يې ووئيل چې د كورنيو چارو وزير احسن اقبال د جمهوريت په اړه لويې كردار دې٬مونږ يې ستائنه كوو بايد د كورنيو چارو د وزير امنيت بهتر ساتلې شوې وې۔سيا??ي ګوندونه به د ټاكنو نه وړا??دې د داسې ماحول پېدا كولو اجازه ورنه كړي٬مونږ به جمهوري عم?? مخ په وړا??دې بوځوپه كوم سياسي لارښود بريد به په جمهوريت بريد ګڼلې شي۔هغې ووئيل چې د مقبوضه كشمير په اړه قراردادونه منظور شي خو عم?? پرې ن?? كېږي٬سناتور اعظم سواتي د بريد غندنه كولو سره ووئيل چې هيله ده احسن اقبال به هم دغسې جمهوريت لپاره هڅې روانې وساتي۔سناتور ميا رضا رباني د پیښې غندنه وك??ه او وې وئېل چې جمهوريت لپاره د احسن اقبال مهم كردار دې۔مشتاق احمد خان هم د پیښې غندنه وك??ه۔ډاكټر سېكندر او انوار الحق كاكړ هم د پېښې غندنه وك??ه۔جهانزېب جمالديني ووئيل چې دا د خطرناكې لړۍ ابتدا ده بايد د دې مخ نيوي لپاره په ګډه فكر وك??ی شي۔د كورنيو چارو وزير محفوظ نه وي نو په مونږ كښې څوك هم محفوظ نه دې۔لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم ووئيل چې بايد د دې په وجوهاتو غور وك??ی شي چې دا پیښې ولې وشوې
په سېنېټ كښې بېل بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو د كورنيو چارو په وزير د بريد سخته غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب