اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) د آزاد كشمير صدر مسعود خان د پاكستان ورځې په موقع ټول قوم له مباركي وركولو سره وئېلي دي چې دا هغه ورځ ده په كومه چې د نيمې وچې مسلمانانو تحريك لپاره لاره وټاكله او هم په دغه ورځ كشميريانو د مولانا غلام حېدر خان جنډالوي په مشرۍ كښې د سباؤن د نوې اسلامي هېواد”پاكستان”سره د تړون ستره او تاريخي پريكړه وكړه او نن 81 كاله تېرېدو باوجود كشميريان د خپلو لارښودو دې پرېكړو خيال ساتي۔ د پاكستان ورځې په موقع په جاري شوي خاص پیغام كښې د آزاد جمو كشمير صدر سردار مسعود خان ووئيل دې كښې شك نشته چې د كشميريانو آخري منزل پاكستان دے او د دې منزل ترلاسه كولو لپاره به د كشميريانو سفر روان وي۔ د علامه محمد اقبال د فكر نه متاثر امير ملت مولانا غلام حېدر خان جنډالوي چې 8 لسيزې وړاندې قائداعظم محمد علي جناح سره د كشمير پاكستان كښې د شاملولو كومه وعده كړې وه هغه وعده آزادۍ له روانو د كشميريانو د هلو ځلو اساس او د كشميري قوم په سفر كښې د لارې مشال ده
د آزاد كشمير صدر مسعود خان د پاكستان ورځې په موقع قوم له مباركي وركړه
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی