اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي د كورونا وبا د نړۍ طاقتور معيشتونه سخت ځپلي دي، د دې چېلنجونو مخ نيوي لپاره معاشي سفارتكاري كارولو سره د اقتصادي مرستې ودې او په سيمه ايزو روابطو كښې زياتوالي ته پام لرنه كوو ، په منطقه كښې پوخ او دائمي امن لپاره به نړيوالې ټولنې له خپل كردار ترسره كول وي. ده دا خبرې د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې د لوړې پاې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د كورونا وبائي چېلنج په معاشي زيان، د قامي سلامتيا، سيمه ايز استحكام او د منطقې په صورتحال تفصيلي مشاورت وكړے شو. خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل د كورونا وبا د نړۍ قوي او طاقتور معيشتونه ځپلي دي، د پاكستان په شان پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د دې زيان مقابله كول يو لوي چېلنج دے. ده ووئيل مونږ د صورتحال تر مخه خپل پام جعرافيائي معاشي ترجيحاتو ته ګرځولے. ده ووئيل د دې چېلنجونو مخ نيوي لپاره معاشي سفارتكاري كارولو سره د اقتصادي مرستې ودې او د سيمه ايزو روابطو زياتوالي ته پام لرنه كوو . خارجه وزير ووئيل پاكستان به د افغانستان د سولې عمل پشمول په منطقه كښې امن او استحكام لپاره خپلې هڅې روانې ساتي. د كورونا وبا سره هم د تركيې په كوربتوب كښې د افغانستان په معامله درې اړخيزه غونډه كول او شريكه اعلاميه جاري كول خوشبينه ده . خارجه وزير ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د روانو سرغړونو لړې بندولو او مظلومو كشميريانو ته د هندي اسبتداد څخه خلاصي وركولو لپاره به نړيوالې ټولنې ته مخ په وړاندې راتلل وي. په غونډه كښې د فوډ سېكورټي وفاقي وزير سيد فخر امام، د بشري حقونو وفاقي وزير شېرين مزاري، د توان وفاقي وزير حماد اظهر، د خزانې وزير شوكت ترين، د اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب خان، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد، د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سيد ذوالفقار بخاري، د قامي سلامتيا خاص مرستيال معيد يوسف ، د موسمياتي بدلون صلاحكار ملك امين اسلم، د توان خاص مرستيال بابش ګوهر، د بي او آئي چيئرمېن عاطف بخاري، خارجه سېكرټري سهېل محمود او اعلٰی عسكري او سول چارواكو ګډون كولو
د خارجه وزير شاه محمود قريشي په مشرې كښې د لوړې پاې غونډه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج