اسلام آباد۔15جنوری(اے پی پی)د قو??ي اسمبلۍ د سپيكر راجه پروېز اشرف په خاص بلنه ?? بیلجیئم پارلیمانی پلاوې سبا د ګل ورځې څخه تر 21 جنورۍ 2023 د پاکستان بیلجیم پارلیمان?? فرېنډ شپ ګروپ چیئرپرسن ایلیسیا کلېس په مشرۍ كښې د پاكستان سركاري دوره كوي۔ د دورې مقصد د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او كاروبارۍ په څانګو كښې همكارۍ ته وده وركول دي۔ د بیلجیم په پارليماني پلاوي كښې د پاکستان فرېنډ شپ ګروپ چیئرپرسن محترمه ایلیسیا کلېس نه ??لاوه کارل وینلوور، اسټیټ سېنېټر فلپ کورارډ، پی ایس، اسټیټ سېنېټر،جارجز ډیلمیګن، لېس انګیجز او د بیلجیئم پارلیمنټ اعلی چاوراكي شامل دي۔ پلاوې به د قو??ي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف٬ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ٬ د قو??ي اسمبلۍ د خارجه چارو كمېټو غړو او د اېس ډي جيز كنوينر روبينه ??ورشيد عالم سره ملاقاتونه كوي۔ پلاوې به لاهور كښې د پنجاب ګورنر س??ه ملاقات كوي او دغې څخه وروستو به د لاهور د تاريخي ځايونو او بادشاهي مسجد دوره كوي۔ دې څخه وروستو به پلاوې كراچۍ ته ځي۔ د سندھ اعلی وزير س??ه به ملاقات كوي او د سندھ سېلاب ځپليو سيمو كښې به ځپليو كورنيو سره د يو والي څرګندونه كوي۔
د سپيكر په خاص بلنه د بېجيئم پارليماني پلاوې سبا په سركاري دوره پاكستان ته رارسي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ