اسلام آباد۔ 14جون(اے پی پی)د وزيراع??م د معيشت او توان كوآرډينېټر بلال اظهر كياني وئېلي دي چې په بجټ ك??ې اولس له د نيغ په نيغه رې??يف وركولو ته وزيراعظم خاص پام كړې٬سخت معاشي حالاتو كښې ټول قامي ترجيحات په نظر كښې نيولو سره ذمه وارانه او متوازن بجټ وړاندې كړې شوې۔ د شورو په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل چې په سخت معاشي حالاتو كښې هم په بجټ ك??ې هغه اقدامات كړی شوي كومو څخه چې اولس ته نيغ په نيغه رې??يف ترلاسه شوې۔ ده ووئيل زمونږ حكومت روان مالي كال كښې د بېنظيرانكم سپورټ پروكرام لپاره بجټ تر 400 اربه روپو زيات كړې۔ده ووئيل چې بجټ 24-2023 كښې دا رقم لا زياتولو سره 450 ارب روپۍ كړی شوې٬زمونږ حكومت روان مالي كال كښې د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام له مخې د رقم په ادائيګۍ كښې 25 في??د اضافه كړې۔د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام له مخې سپيځلي نظام څخه غريب اولس ته نيغ په نيغه رې??يف ترلاسه كېږي۔په بجټ ك??ې د 14 لكه سركاري ملازمينو په تنخاګانو كښې اضافه 14 لكه كورنيو ته رې??يف دې۔بلال اظهر كياني ووئيل چې په خاص توګه د 1 نه تر 16 ګرېډ سركاري ملازمينو په تنخاګانو كښې به د 35 في??د اضافې څخه د هغوي په معاشي ستونزو كښې كمې راشي۔د 18 لكه پېنشنرز په پنشن كښې 17 نيم في??د اضافې كولو سر 18 لكه كورنيو ته رې??يف وركړی شوې۔ د يوټېليټي سټوروز د لارې اولس ته اوړه٬غوړي٬دالونه او د وريژو پشمول د خوراك په نورو ځيزونو سبسډي وركولې كېږي۔ده ووئيل چې د كركيلې پشمول په نورو څانګو كښې پالېسي اقداماتو سره به اولس ته نور رې??يف هم ترلاسه شي۔
په سختو معاشي حالاتو كښې هم په بجټ كښې اولس ته نيغ په نيغه ريليف وركولو لپاره اقدامات پورته كړې شوي۔بلال اظهر كياني
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس