اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) پاکستان او هند د كر??ار پور راهدارۍ فعاله كولو لپاره د كار رفتار ګړندې كولو ته سلا شوې دي۔ دا سلا د زيارت په ورځ په دواړو هېوادونو كښې مېشته سكه ټولنې ته د آسانيو په غرض د كر??ار پور لارې پرانستلو پحقله تكنيكي معاملې ترسره كولو لپاره په اټاري كمپلېكس هند كښې دستوره كښې راغله۔ د پاكستان د 18 كسيزه پلاوي مشري د سوئيلي آسيا او ??ارك لپاره ډاېرېكټر جنرل ډاکټر محمد فېصل او ?? هندي پلاوي مشري د داخله وزارت جوائنټ سېكتر كوله ۔ د غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال ډاكټر فېصل د پاك هند خبرې اترې ګټورې ګرځولو س??ه ووئيل كر??ار پور ويزه فري لار ده٬ خبرې اترې په مثبت ماحول كښې شوې٬ مونږ مخ په وړاندې روان يو۔ ده ووئيل د راهدارۍ پحقله د دواړو هېوادونو د تكنيكي پوهانو دوېمه غونډه به په 2م اپرېل واهګه كښې كېږي۔ په غونډه كښې د كر??ار پور لارې پحقله به تكنيكي معاملې ترسره كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مذاكرات په ښه ماحول كښې شوي او ?? ګډې اعلاميه جاري كېدل لويه كاميابي ده ۔ ډاکټر فېصل ووئيل په اټار كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پوهانو غونډه هم شوې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ډاكټر فېصل ووئيل مونږ به ټولو س??ه په ګډه مخ په وړاندې ځو٬ په دې لړ كښې د هند لخوا په هم ډېر كار شوې او مونږ مخ په وړاندې روان يو۔ د ګډې اعلاميې له مخې د كر??ار پور راهدارۍ فعاله كولو لپاره تعميري خبرې شوې۔ د اعلاميې له مخې په 19م مارچ به كر??ارپور زيرو پوائنټ كښې د دواړو هېوادونو د تكنيكي پوهانو غونډه هم كېږي۔ هند ته د تګ نه وړاندې وياند خپلو خبرو كښې ووئيل دا ګام د تعميري روابطو جذبې او ?? سيمه ايز امن او ??لامتيا په غرض تاو ??ريخوالې كمولو لپاره د پاكستان د مخالصانه هلو جلو له مخې پورته كړې شوې ۔ وياند هيله څرګنده ګړه چې د وزیراعظم عم??ان خان دې اقدام سره به نه يوازې سكهانو په خاص توګه د هند سكه ټولنې ته آسانۍ ترلاسه شي بلكې د تاٶ تريخوالي موجوده صورتحال كمي له به مرسته تر لاسه شي
پاکستان او هند كرتار پور راهداري فعاله كولو لپاره د كار رفتار ګړندې كولو ته سلا شول
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha