اسلام آباد 11 مارچ (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي ځوانان افسران د خارجه وزارت ٬ هېواد او د قام سباؤن دے٬مونږ له به د سفارتكارۍ نوو تقاضو له مخې ځان چمتو كول وي۔هغه د شورو په ورځ د خارجه وزارت ګرېډ 17 نه تر 19 افسرانو سره تفصيلي نشست په مهال خبرې كولې۔د ملاقات مقصد د خارجه وزارت بېلو چارو خيالاتو څرګندونه كول وو۔خارجه وزير افسرانو ته د سفارتكارۍ په اصولو او بېلو اړخونو لارښوونه هم وكړه۔د ملاقات په مهال د نړۍ بېلو برخو كښې په سياسي٬معاشي او سماجي بنيادونو ښه سفارتكارۍ موقعو هم بحث وشو۔ده ووئيل ځوانان افسران د خارجه وزارت ٬ هېواد او د قام سباؤن دے٬فارن سروس د خپلې كاركردګۍ په بنياد د هېواد ښه سروس په توګه رامخې ته شوې۔شاه محمود قرېشي ووئيل د نوې مواصلاتي ټېكنالوجۍ او بدل شوي وخت سره سره د سفارتكارۍ تقاضې هم بدلېږي٬مونږ له به د سفارتكارۍ جديدو تقاضو له مخې خپل ځان سمول وي۔د دې مقصد لپاره مونږ په فارن سروس اكېډمي كښې نوې تربيتي كورسونه او جديدې آسانۍ معارفي كوو
خارجه وزير شاه محمود قرېشي د خارجه وزارت افسرانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز