پېنډې 13 مارچ (اے پی پی) د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې د سېنېټ چيئرم??ن په ټاكنه كښې پي ډي اېم بده ماتې خوړلې، په ټاكنو كښې بريا او ناكامي وي، ??ايد د نتيجو منلو جذبه هم وي، ?? سېسلېن مافيا لق?? ترلاسه كوونكې د هېواد نه تښتېدلې اشتهاري نن د ادارو نوم اخستلو سره تورونه لګوي، ?? پوځ او ادارو د مشرانو نوم اخستلو سره تورونه لګول د هېواد دښمني ده، بايد په متنازعه بيانونو د نواز شريف په ضد كارروائي وكړې شي. ده دا خبرې د خلي په ورځ په پېنډې كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. ده ووئيل چې سېسلېن مافيا لق?? ترلاسه كوونكے په ادارو او د دې په مشرانو تور لګوي، ?? دوي هېواد دښمنه بيانيې ته مېډيا هم كورېج نه دے وركړے. په ذمه وار رپورټنګ كولو مېډيا ته پېرزوينه وړاندې كوو. وفاقي وزير ووئيل چې بريا يا ماتې د ټاكنو يا مقابلې برخه وي، ??ايد د كاميابې جشن په شان د ماتې د برداشت حوصله هم وي. ده ووئيل چې پي ډي اېم په هېواد كښې د معاشي بې يقينې پېدا كولو هڅې كو?? خو مونږ د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې هېواد د معاشي استحكام په پلو روان كړے او دا سفر به روان وي. وفاقي وزير ووئيل چې خپل سياست پړقولو لپاره مولانا ف مذهب نوم كاروي او پمفلټ وېشي.
په ټاكنو كښې بريا او ناكامي وي، بايد د نتيجو منلو جذبه هم وي. غلام سرور خان
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر