مكه مكرمه 09 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د رائې د اظهار د آزادې په بنياد د نسل پرستانه نظرياتو يا د مذهبي شخصياتو د سپكاوي اجازه نشته، نړيواله ټولنه دې د عدم برداشت او د مذهب يا عقيدې په بنياد تشدد لپاره د راپاروونكو په ضد شريك عزم څرګند كړي او د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ او په امن سره پاتې كېدو لپاره دې په ګډه كار وكړي، مسلم ورلډ ليګ دې د لوېديځې ټولنې ټولو اكائيو سره رابطه وكړي. ده دا خبرې د سعودي دورې په مهال د مسلم ورلډ ليګ سېكرټري جنرل محمد ال عيسٰی سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. د ملاقات په مهال وزيراعظم د مسلم ورلډ ليګ د نړې په بېلا بېلو برخو كښې انسانيت لپاره هڅې وستائيلې. ده ووئيل چې تنظيم دې دې سره سره د ا سلام اصل څېره وړاندې كړي او د مذهبونو همغږۍ لپاره دې كردار ترسره كړي. وزيراعظم د اسلامو فوبيا د مخ نيوي په اهميت رڼا اچولو سره هيله څرګنده كړه چې اسلامي امت به دا مسئله د يو كاز په توګه پورته كړي. وزيراعظم ووئيل چې د رائې د اظهار د آزادې په بنياد د نسل پرستانه نظرياتو يا د مذهبي شخصياتو د سپكاوي اجازه نشته، نړيواله ټولنه دې د عدم برداشت او د مذهب يا عقيدې په بنياد تشدد لپاره د راپاروونكو په ضد شريك عزم څرګند كړي او د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ او په امن سره پاتې كېدو لپاره دې په ګډه كار وكړي. وزيراعظم په قبله اول مسجد اقصٰی كښې په فلسطينيانو د اسرائيلي بريد سخته غندنه وكړه او نړيوالې ټولنې ته ئې خواست وكړو چې د فلسطينيانو او د دوي د جائز حقونو تحفظ لپاره دې اقدامات وكړے شي. سېكرټري جنرل د وزيراعظم د عزم ستائنه كولو سره ووئيل چې هغه په اسلامي نړۍ كښې مهم حېثيت لري. ده د پاكستان او سعودي ترمېنځه د نزدې اړيكو په اهميت زور راوړو. سېكرټري جنرل وزيراعظم عمران خان ته د سعودي په كاميابه دوره كولو مباركي وركړه.
وزيراعظم د مسلم ورلډ ليګ سېكرټري جنرل سره ملاقات وكړو، د رائې د اظهار د آزادې په بنياد د نسل پرستانه نظرياتو يا د مذهبي شخصياتو د سپكاوي اجازه نشته. وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais