اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي په قانون كښې د سقم په سبب نجكاري نه كېږي٬ آئي اېم اېف سره په پروګرام لاسليك شوے٬ د پټروليم مصنوعات پراخه پانګې لرو٬ د پېپرا قوانين او د نېب قانون باوجود كرپشن كښې كمے نه دې راغلے، مونږ په سباٶن كښې معاشي پرمختګ ګړندې كول او ګراني كمول غواړو۔ د شورو په ورځ د سركاري ادارو د كاركردګۍ پحقله سېمينار ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل سركاري ادارې مستقل مسئلې لري٬ يو وړوكے بېنك د كال 2007 راهسې په زيان چلېږي٬ د ھغې نجكاري ونه شوه،د روز وېلټ هوټل نجكاري نه ده شوې ٬ ده ووئېل په قانون كښې د سقم په سبب نجكاري نه كېږي، مونږ له نجكارۍ لپاره قانون ښه كول دي٬ ده ووئيل ائي اېم اېف سره په لوظنامه د لاسليك نه پس به مونږ ته 4 اربه ډالره ترلاسه شي٬ د آئي اېم اېف پېشګي شرطونه ترسره شوي او صوبو هم د آئي اېم اېف په لوظنامه د عملدرآمد باور راكړے، ده ووئېل آئي اېم اېف د اينټي کرپشن د قانون په موثره كولو ضرورت زور رواړے او دغسې آئي اېم اېف د اېنټي كرپشن قوانين د موثره كولو د جاج اخستو وئيلي دي٬ ده ووئېل د قانون وزير هم وئيلي دي چې د پوهانو په مرسته به د اينټي کرپشن قوانين جاج اخلو۔ ده ووئيل د پېپرا قوانين او د نېب قانون باوجود كرپشن كښې كمے نه دې راغلے
په قانون كښې د سقم په سبب نجكاري نه كېږي٬ آئي اېم اېف سره په پروګرام لاسليك شوے٬ د پټروليم مصنوعات پراخه پانګې لرو۔ وفاقي وزير مفتاح اسماعيل
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون