اسلام آباد ۔ یکم جنوری (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د تركيه ښار استنبول كښې د كال نوي كېدو په مهال د ترهه ګرۍ بريد په سختو ټكو كښې غندنه كړې۔ وزیراعظم خپل يو پېغام كښ?? وئيلي دي پاكستانې اولس د تكليف ا?? پرېشانۍ په دې وخت كښې د تركيه د اولس په غم كښې يو برابر شريك دے۔ وزيراعظم ووئيل تركيه زمونږ شريك دښمن دے او ددې خاتمې له به نړۍ له په ګډه هڅې كول وي۔ وزیراعظم ووئيل د ترهګرۍ دلاسه پاكستان د قيمتي انساني ځانونو زيان پورته كړې او د ترهه ګرۍ ختمولو له به پاكستان ټول ګامونه پاوري كو??۔ وزيراعظم د ترهه ګرۍ دې كاروائۍ په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د پاكستان حكومت او اولس لخوا د تركيه حكومت او اولس سره د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تېره شپه استنبول كښې د سانتاکلاز په جامه كښې بريد كوؤنكو يو نائټ كلب په نښه كړې ؤ چ?? په نتيجه كښې ئې 39 تنه مړه او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي وو۔
ترهګري زمونږ شريك دښمن دے۔ د دې ختمولو له به نړۍ له په ګده هڅې كول وي۔ وزيراعظم نواز شريف
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر