پېښور 13جون (اے پي پي)د دفاع وزير پروېز خټك وئېلي دي چې حكومت هېواد د ستونزو څخه ويستلو سره درېم متوازن بجټ وړاندې كړې٬دا بجټ په ??قيقي معنو كښې اولس دوست او ټېكس فري بجټ دے كوم سره چې د اپوزېشن ګوندونو دعوې په ??اګه شوې دي٬ مولانا فضل ??لرحمان د نواز شريف او آصف علي زرداري د كورنيو لخوا لوټ شوې دولت بچ كولو ??پاره پي ډي اېم كاروي ٬هېواد سره چې كومه لوبه كوي د هغوي دا ارمان به كله هم پوره نه شي۔هغه مانكي شريف كښې د قيوم خان خټك حجره٬ايوب ټهيكدار حجره ٬خان زمان ٬غلام خان هركلو او شموليتي غونډې ته د خاص مېلما په ??وګه خطاب كولو۔په ??ې موقع اېم اېن اے ډاكټر عمر خټك٬اے پي اے ابراهيم خټك٬اسحاق خان خټك هم وېنا وكړه۔پروېزخټك ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان حكومت به خپله آئيني موده پوره كوي٬هېواد د بحرانونو څخه ويستلو ??وازنې حل وزيراعظم عمران خان سره دے٬اپوزېشن دې د نه منلو ??الېسي پرېښودلو سره د هېواد د ګټې سياست وكړي٬د وزيراعظم عمران خان حكومت به خپل پنځم بجټ هم وړاندې كوي او په كال 2023 كښې به د كاركردګۍ په ??نياد اولس ته مخامخ كېږي۔ اپوزېشن دې د كال 2023 ټاكنو تيارۍ وكړي۔ اوس د پي ډي اېم هم خيال ګوندونو اے اېن پي او پي پي پي اولس ته سلام٬دوي د ډوډۍ٬جام??٬ك??ر٬پښتون او د قائداعظم په نامه اولس ته نورې دهوكې نه شي وركولې۔
حكومت هېواد د ستونزو څخه ويستلو سره درېم متوازن بجټ وړاندې كړې٬دا بجټ په حقيقي معنو كښې اولس دوست او ټېكس فري بجټ دے۔د دفاع وزير پروېز خټك شموليتي غونډو ته وېنا
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil