اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) د وزیراعظم وياند او خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي نااهل درباريانو دې نه وړاندې د كورونا وائرس په وبا ډنډوره كرې وه او اوس په ډېنګي كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ د مريم اورنګ په بيان خپل غبرګون كښې وكړه۔ هغه ووئيل نااهل درباريان د خپلو مشرانو خوشحالولو لپاره په ناروغيو او مرګونو سياست كوي۔ نااهلهشريفانويوازې په كرپشن كښې مهارت ترلاسه كړے۔ شهباز ګل ووئيل په ناروغتيا او مرګونو سياست د شرم وړ دے۔ هغه ووئيل حكومت لكه د كورونا په ډېنګي قابو موندلو له هم هر ممكنهڅې كوي او دا ځل به هم ډنډوره كوؤنكې د ماتې سره مخ شي۔
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina