اسلام ??باد 18 ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال د پوهنتونونو د ځينو زده كوٶنكو د انتها خوښو تنظيمونو سره په تعلق د اندېښنې څرګندونه كولو سره وئيلي دې چې د ځوانانو تر انتها پسندانه مواد رسنې مخنيوي له په ګډه هلو ځلو ته اړتيا ده٬ د انتها خوښۍ په ضد بيانيې جوړولو لپاره به په ګډه كار كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د لوړو زده كړو كمېسون كښې په نېشنل اېكشن پلان د عملدرآمد غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ د لوړو زده كړو په كمېسون كښې په لائيو وېډيو كنفرنس كښې د 70 نه زياتو وائس چانسلرانو ګډون وكړو۔ داخله وزير په دې موقع وو??يل د پوهنتونونو د ځينو زده كوٶنكو د انتها خوښو تنظيمونو سره په تعلق د اندېښنې خبره ده۔ ده وو??يل د اطلاعاتي انقلاب نه پس د سوشل ميډيا نوې محاذ پرانستلې شوې دے٬ ده وو??يل زمونږ فرض دے چې ځوانانو تر انتها پسندانه مواد رسنې مخنيوي له په ګډه هلې ځلې وكړو٬ د انتها خوښۍ په ضد بيانيې جوړولو لپاره به په ګډه كار كول وي۔ ده وو??يل زمونږ ځوانان دې د سوشل ميډيا استعمال مثبت او تدريسي مقاصدو له وكړي ٬ او د اسلام ??و پاكستان وژن له مخې د امن اهميت دې رامخې ته كړي۔ ده وو??يل مونږ د جمعې د خطبو نصاب جوړو دغسې چې اولس كښې د عملي ژوند پحقله موضوعاتو لپاره شعور رابېدار كړې شي۔ ده وو??يل په پوهنتونونو كښې زده كوٶنكو ته د خيالاتو څرګندونې له موقع وركول پكار دي۔ ده په استاذانو زور رواړو چې استاذان دې د زده كوٶنكو فكر او نظريه سازۍ لپاره موثره كردار ولوبوي۔ ده وو??يل چې د غېر نصابي هڅو نه علاوه دې زده كوٶنكو ته داسې فورمونه وركړې شي چرته چې ھغوي خپل قائدانه صلاحتونه لا ښه كړي٬ زده كوٶنكو لپاره د سباٶن د امكاناتو نه خبرتيا لپاره په پوهنتونونو كښې د كېريئر كونسلنګ نظام ??وړ كړې شي۔ ده وو??يل د يو بل د نقطه نظر اختلافات برداشت كولو رويې ودې له دې تربيه وركړې شي ۔ده وو??يل د ستمبر په 21مه نيټه دې د پاكستان په هر پوهنتون كښې ورلډ پيس ډے دې عزم سره ولمانځلې شي چې په ځوانانو كښې د امن پېغام ??ام ??ي او د انتهاخوښۍ په ضد د بيانيې نه خبر شي
د احسن اقبال په مشرۍ كښې د نېشنل اېكشن پلان عملدرآمد پحقله غونډه
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون