اسلام آباد۔17جنوری (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان د روسيه صدر ولادیمیر پیوټن سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې دواړو لارښودو په دوه اړخيزه مرسته او د شريكې خوښې په نړيوالو او سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم عمران خان د روسيه صدر ولادیمیر پیوټن هغه بيان خوشبينه وګرځولو په كوم كښې چې هغه وئيلي وو چې د حضور نبي كريم ﷺ په شان كښې ګستاخي د رائې څرګندونې آزادي نه ده بلكې د مذهبي آزادۍ خلاف ورزي ده۔ وزير اعظم ووئيل چې زه پرله پسې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپل خطاب كښې د اسلامو فوبيا او د مسلمانلانو په ضد د كركې خپرونكې معامله راپورته كوم او د دې د سنګينو خطرو نه نړۍ خبروم۔ وزيراعظم ووئيل روسيه سره پاكستان د دوه اړخيزه اړيكو بهترۍ پلو مخ په وړاندې روان دے۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت ٬ اقتصادي اړيكو او د توان په څانګو كښې مرسته زياته شوې ده۔ دواړو لارښودو په بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه اړيكو زياتولو ٬ د اعلی كچې پلاويو په تګ راتګ او افغانستان سره په اړوندو معاملو د نزدې رابطې په ساتلو اتفاق وكړو۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل سوله ايز او مستحكم افغانستان سيمه ايز استحكام لپاره ډېر مهم دې۔ هغه ووئيل افغانستان بشري او اقتصادي چېلنجونو سره مخ دې او په دې سخت وخت كښې به نړيوالې ورورولۍ له افغان اولس سره مرسته كول وي۔ وزیراعظم عمران خان د افغان اولس ضرورتونه ترسره كولو له د افغانستان د مالي اثاثو بحال كولو په حاجت هم زور راوړو۔ وزیراعظم ووئيل زه په مناسب وخت د روسيه د صدر د پاكستان دورې ته سترګې په لاره يم۔
د وزيراعظم عمران خان د روسيه صدر ولاديمير پيوټن سره ټېلېفوني تماس ٬ په دوه اړخيزه مرسته او د شريكې خوښې په نړيوالو او سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات