اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د خ??رجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي وئېلي دي چې پاكستان د تكنيكي تجربې او اتومي تحفظ او سلامتيا د پوخ عزم په بنيادونو ??ه نيوكليئر سپلائرز ډله كښې د شموليت بشپړه صلاحيت لري۔ ده دا خبره د شورو په ورځ په منسك كښې د بېلاروس خارجه وزير ولادي مير م??كئ او نائب خارجه وزير سره د جلا جلا ملاقاتونو ??ه مهال په خبرو كښې وكړه۔ د خ??رجه دفتر وياند له مخې د وزيراعظم خاص مرستيال د بېلاروس او قزاخستان په دوره دے۔ طارق فاطمي د شورو په ورځ په منسك كښې د بېلاروس خارجه وزير ولادي مير م??كئ او نائب خارجه وزير ويلنټائن ربياكوف سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ د دوه اړخيزه ملاقاتونو ??ه علاوه خاص مرستيال طارق فاطمي د بېلاروس څخه په نيوكليئر سپلائرز ډله كښې د پاكستان ګډون و لپاره د ملاتړ د خواهش څرګندونه وكړه۔ طارق فاطمي ووئيل چې د پاكستان ??و هند خواستونو ته دې په غېر امتيازي بنيادونو ??كتل شي۔ ده د دې عزم پخلې وكړو چې د اېن اېس جي غړيتوب لپاره د پاكستان خواست په تكنيكي تجربې٬صلاحيت او د اتومي تحفظ او سلامتيا په بنيادونو استور دے۔ خاص مرستيال د بېلاروس خارجه وزير او نائب خارجه وزير ته باور وركړو چې د پاكستان ايكسپورټ كنټرول اېن اېس جي٬ اېم ټي سي آر او د آسټرېليا ډلې سره په بشپړه توګه هم آهنګ دے۔ د بېلاروس خارجه وزير خاص مرستيال طارق فاطمي ته د ماسپښين مېلمستيا هم وركړه
پاكستان د تكنيكي تجربې او اتومي تحفظ او سلامتيا د پوخ عزم په بنيادونو په نيوكليئر سپلائرز ډله كښې د شموليت بشپړه صلاحيت لري
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب