سكهر 26 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بارانونو او سېلاب له امله د ځپ??يو مرستې لپاره د سندھ حكومت ته د 15 اربه روپو ګرانټ وركولو سره و??ېلي دي د دې سېلاب تباهي د كال 2010م د سېلاب نه څو چنده زياته ده٬تر څو چې د وروستي ځپ??ي كور نه وي آباد شوے مونږ به په قلاره نه كېښنو۔مستحقو كورنيو سره به په سپيځلې ډول مرسته كولې شي٬ځپليو ته په سمدستي توګه د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام له مخې 25 ٬ 25 زره روپۍ وركولې شي٬اېن ډي اېم اے او پي ډي اېم اے به د شريكې سروے له مخې د زيان اندازه لګوي۔شتمند او كاروباري خلق دې د ځپ??يو مرستې لپاره د زړه په اخلاص عطيات وركړي۔ده دا خبرې د جمعې په و??ځ په سكهر كښې سېلاب ځپ??يو او مېډيا سره په خبرو كښې وكړې۔په دې موقع د باكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن او خارجه و??ير بلاول بهټو زرداري٬د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه٬د اوبو وسيلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه ٬د برېښنا وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز او د جمعيت علماﺀ(ف)لارښود مولانا راشد سومرو هم موجود وو۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل ده د فضاﺀ څخه د صورتحال جاج اخستې٬په سندھ كښې د 30 كاله بارانونو رېكارډ ??ات شوے ٬سېلابونو هر خوا ته تباهي كړې۔په سندھ٬بلوچستان٬خېبرپښتونخوا او سوئېلي پنجاب كښې بېلا بېلې سيمې په اوبو كښې ډوبې دي۔په جنوبي پنجاب كښې په ډېره غازي خان او راجن پور كښې سېلاب زيات زيان رسولے ۔تراوسه په سېلاب كښې د 900 نه زيات كسان په حق رسېدلي٬فصلونه او كورونه تباه شوي٬څاروي سېلاب وړي٬د سېلاب تباهي د كال 2010م د سېلاب نه څو چنده زياته ده۔وزيراعظم ووئيل پاكستان زمونږ ??یژندګلي ده٬نن كوم سندهې٬بلوچې٬پنجابې او پښتون نشته ټول پاكستانيان دي او په ګډه دې د ځپ??يو مرستې او بحالۍ لپاره كار وكړي۔ده ووئيل سندھ ته 86 زره خيمې وركړې شوي۔په څلورو ورځو كښې به 15 لكه د ماشو مخ نيوي ??ال?? هم وركړی شي
وزيراعظم محمد شهباز شريف د بارانونو او سېلاب له امله د ځپليو مرستې لپاره د سندھ حكومت ته د 15 اربه روپو ګرانټ وركولو اعلان وكړو
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II