نوے ډيلے ۔12??وم??ر(اے پی پی) د پاکستانی زائرينو پلاوې د حضرت نظام الدين اوليا دربار ته حاضر شو او د هغه په مزار يۍ څادر خپور كړو۔ د پاكستان هائي كمېشن لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې په 147 وګړو مشتمل د پاكستاني زائرينو پلاوي د ناظم الامور آفتاب حسن خان او په هند كښې د پاكستان هائي كمېشن سفارتي عملې په ملګرتيا كښې په نوي ډيلي كښې د حضرت نظاتم الدين اوليا مزار ته حاضري وكړه او څادر يۍ پرې خپور كړو۔ د زائرينو د دې پلاوي مشري د بېن المذاهب همغږۍ ??فس?? مقيط احسن كوي۔ دا پلاوې د روانې مياشتې 7 مې نېټې نه تر 13م ??وم??ر د حضرت نظام الدين اوليا په 719 م عرس كښې ګډون كولو له په نوي ډيلي كښې موجود دے۔ د حاضرۍ په مهال پلاوي د پاكستان سلامتيا او سوكالۍ له خصوصي دعاګانې وكړې۔ دا خبره دې ياده وي چې د چشتیاں سلسلې د څلورمې پېړۍ بز??ګ حضرت نظام الدين اوليا عرس هر كال روايتي جوش او جذبې سره لمانځلې شي۔ پاكستاني پلاوي دې نه وړاندې په پاكستاني هائي كمېشن كښې ناظم الامور سره ملاقات وكړو او د دورې په مهال پلاوي ته د آسانيو په وركولو يۍ د پاكستان حكومت او هائي كمېشن مننه وكړه۔
پاكستاني پلاوي د حضرت نظام الدين اوليا په مزار څادر خپور كړو
Spiritual Miracle APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج