اسلام آباد 04 مارچ (اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر سناتور محمد اسحاق ډار وئيلي دي ??ې ایکو هېوادونه د اتحاد او رابطو د لارې د سيمې اقتصادی او تجارتی صلاحیتونه كارولې شي۔ ایکو وژن 2025 ترلاسه كولو كښې د نجی سیکټر کردار مهم دے۔ دا خبرې ده تيره ورځ د ایکو چیمبر آف کامرس او صنعت پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړي چا چې ده سره په پی اېم هاوس كښې ليدلي وو۔وفاقی وزیر د دوي هركلې كولو سره د اقتصادی مرستې تنظیم د مشرانو په کامیابه غونډه د وزیراعظم،حکومت او د پاکستانی اولس د اړخه دوي له مبارکي وركړه۔اسحاق ډار ووئيل د نړۍ د آبادۍ 16 فیصده ایکو سيمه كښې ده خو په نړيوال تجارت كښې د دوي برخه 2 فیصده ده۔ ده ووئيل ایکو هېوادونو له تجارت،سرمایه کا??ی څانګو ته پام لرنې ته اړتيا ده۔ ده ووئيل چیمبرز آف کامرس او صنعت په دې لړ كښې كردار ترسره كولې شي۔وفاقی وزیر د پرله پسې هڅو سره د ایکو هېوادونه د اسلام آباد اعلامیئې مقاصد ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل د غړو هېوادونو ترمينځه د ویزو تګلاره كښې نرمي كولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل پاکستان میکرو اکنامک استحکام ترلاسه كړے، اوس د كوټلې پرمختګ پلو روان دے، نړيوالو پوهانو هم د پاکستان د اقتصادی پیشرفت اعتراف کوي
د پرله پسې هڅو سره د ایکو هېوادونه د اسلام آباد اعلامیئې مقاصد ترلاسه كولې شي
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر