اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) مشرانو كونسل غونډه تيره ورځ په سمر قند كښې پائې ته ريسدلې ده۔د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې په 15 او 16 ستمبر په سمر قند كښې د اېس سي او مشرانو كونسل په غونډه كښې د پا??ست??ني پلاوي مشري وزيراعظم محمد شهباز شريف كوله،د كونسل كلنه غونډه د اېس سي او پليټ فارم څخه كيدونكي مهمه غونډه وي چې پكښې د اېس سي او پليټ فارم څخه د سباؤن اهداف تعين لپاره مهمي پريكړي كېږي۔ اېس سي او مشرانو په غونډه كښې د تنظيم 8 غړو هېوادونو مشرانو ګډون كړي۔د اېس سي او چيئرمين په حيثيت سره د ازب??ست??ن صدر د تركيې صدر رجب طيب اردو??ن، آزربائيجان صدر الهام عليوف، د آرمينيا وزيراعظم نكول پشنيان او د تركمانستان صدر سردار بردي مخاميدوف په خاص توګه ګډون كړې دغسې ايس سي او آبزرور هېوادونو څخه اير??ن، منګوليا او بيلا روس هم په خاص توګه ګډون كړې دې۔د اېس سي او مشرانو متفقه سمر قند اعلاميه جاري كړې چې پكښې د اېس سي او اجتماعي نقطه نظر له مخې مهمو نړيوالو او سيمه ايزو چارو غور شوې۔دې نه ځانله د اېس سي او په غونډه كښې موسمي بدلون ، غذائي تحفظ ، انرجي سكيورټي او د باور وړ نړيوال سپلائي چين په اړه شريك بيانونه هم جاري شوې دي۔د اېس سي او لارښودو 27- 2023 كوټلي ايكشن پلان هم منظوري وركړې ده چې له مخې به ئې د اوږدې مودي لپاره ښه ګاونډيتوب ، ملګرتيا او مرستي نظريے ته وده وركولې شي۔د اېس سي او غړو هېوادونو كوټلي معاشي او ټرانسپورټ راهدارو ، ريګوليشنز پشمول نور اقدامات هم باوري كوي،دغسې د كونسل په غونډه كښې شنګھائي مرستي تنظيم پليټ فارم څخه ايس سي او غړو هېوادونو ترمينځه ځائې كرنسو كښې تجارت ته ودې وركولو هم د خيالاتو څرګندونه كړي۔دغسې اېس سي او غونډي په مهال 4 بين الحكومتي لوظنامو لاس ليك شوې چې پكښې سيلګرۍ ته وده كښې مرسته وركول، خدمات تجارت څانګه كښې مرسته ، د عجائب ګھرو چارو كښې مرستې په اړه د مفاهم په يادښت او پلانټ كورنټائن څانګه كښې شريكې مرستي ته ودې وركولو لوظنامې شامل دي۔د اېس سي او مشرانو تنظيم دائره كار لا پراخه كولو ته هم سلا راغلې او بيلا روس بشپړه ركنيت خواست منظوري وركړې ش??ي۔??غسې بحرين، متحده عرب امارات ، كويت، مالديب او ميانمار د نوي ډائيلاګ پارټنر په توګه تنظيم كښې شاملولو خواست ههم منظوري وركړې شوي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د تنظيم په غونډه كښې د ايس سي او تذويراتي ډائريكشن ترمخه نړيوال سياسي او معاشي صورتحال په تناظر كښې د پا??ست??ن نقطه نظر وړاندې ك??ې۔ دغسې د پا??ست??ن د اړخه اېس سي او چارټر او د تنظيم اهداف ترلاسه كولو په اړه د پا??ست??ن اصولي موقف پخلې ك??ې۔خپل بيان كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايس سي او په غړو هېوادونو زور راوړې چې د موسمي بدلون زيان كمولو لپاره كوټلي تګلاره په شريكو هڅو باوري كړې شي۔ ده پا??ست??ن كښې موسمي بدلون له امله د سيلاب او بارانونو په نتيجه كښې په رامخې ته شوې انساني الميه هم رڼا اچولي د كوم په نتيجه كښې ئې د لوئ زيان سره مه شوې يو۔ وزيراعظم سيلاب ځپليو بحالۍ او مرستي په اړه د اېس سي او د مشرانو هڅي او مرسته وستائله۔د اېس اسي او مشرانو د پا??ست??ن سره د يووالي څرګندونه كولو سره په دې سخت وخت كښې د هر ممكن مرستي كولو باور راكړې۔د ايس سي او مشرانو په غونډه كښې د ازب??ست??ن صدر د نړيوالي ورورولۍ څخه اپيل كړې چې د سيلاب په نتيجه كښې په شوې تباهۍ قابو موندلو او ځپليو بحالۍ لپاره د پا??ست??ن مرسته وكړي۔ د افغان صورتحال په اړه وزيراعظم محمد شهباز شريف په دې خبره زور راوړې چې 40 كاله شخړي نه پس په افغانستان كښې حقيقي امن وامان امكانات پيدا شوې دي۔ده د افغانستان او نړيوالې ورولۍ ترمينځه د كوټلي لوظنامي په حاجت زور راوړې ۔ ده ووئيل افغان چارواكو له تعميراتي هلو ځلو په اړه باور كښې اخستلو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم په افغانستان كښې د ميرمنو پشمول افغان اولس انساني حقوق تحفظ په حاجت هم زور راوړې۔ده په ډاګه كړه چې پا??ست??ن سيمه ايز امن او بحالۍ لپاره كوټلي كردار ترسره ك??ي۔??غسې د اېس سي او پليټ فارم څخه د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره هم اقدامات باوري كېږي۔ ده په نړيواله كچه د ترهه ګرۍ مخنيوي په اړه د پا??ست??ن په ھڅو رڼا واچوله ۔ ده ووئيل پا??ست??ن د ترهه ګرۍ په نتيجه كښې لوئ قربانۍ وركړې دي۔ د ايس سي او غونډي په موقع وزيراعظم د چين، روس، ازب??ست??ن، قزاخست??ن، كرغزست??ن، تاج??ست??ن، ايران ، آزربائيج??ن، بيلا روس او تركيې صدرانو سره هم سائيډ لائن ملاقاتونه كړي۔ سمر قند ايس سي او په غونډه كښې ك??ون كولو سره په مهمو نړيوالو او سيمه ايزو چارو د پا??ست??ن د نقطه نظر وړاندې كولو موقع ترلاسه شوي۔ وزيراعظم د سمر قند دوري په موقع نړيوالو لارښودو سره تفصيلي ملاقاتونه كړي۔
شنګھائي مرستي تنظيم په غونډه كښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د پاكستان نقطه نظر وړاندې كولو موقع ترلاسه شوي، د تنظيم غړو هېوادونو سيلاب ځپليو بحالۍ كښې د مرستي كولو باور راكړې ۔ خارجه دفتر
No Commission Baccarat Login Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی