اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ اصلاحات ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې ګوادر ایئرپورټ او د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ دويم پړاؤ سره به د پرمختګ نوې موقعې رامخې ته شي?? د نهې په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل حكومت د چين په مرسته د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ دويم پړاؤ پېل كوؤنكے دے۔ ده ووئيل په نزدې راتلونكي كښې د چين په مرسته 5 اقتصادي راهدارۍ پېل كولې شي?? احسن اقبال ووئيل چې د بلوچستان اولس لپاره كاروباري موقعې زياتولو له مركز جوړولے شي?? په سي??ه ايز تړون كښې د اېس سي او په كردار تبصره كولو سره ده ووئيل چې د ر??لو?? لائن او سړکونو تعمير سره به د منځنۍ آسيا رياستونو سره تجارتي اړيكې مضبوطې شي?? د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په منطقه كښې معاشي فعاليتونو ته وده وركولو له د ګوادر او عمان ترمينځه بحري لارې بحال كېدې شي?? د دې ډول بنيادي اډانې ترقي به په منطقه كښې تجارتي لارې پياوړې كولو كښې مهم كردار ترسره كړي چې ورسره به د څيزونو اوړل راوړل او تجارتي تبادلې وده ومومي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په منطقه كښې معاشي فعاليتونو ته وده وركولو له د ګوادر او عمان ترمينځه د بحري لارو بحال كول يو مهم اقدام كېدې شي?? دې سره به نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي اړيكې لا پياوړې شي بلكې دا به ټولې منطقې لپاره د يوې مهمې تجارتي راهدارۍ په توګه هم وكارولې شي
ګوادر ایئرپورټ او د سي پيك دويم پړاؤ سره به د پرمختګ نوې موقعې رامخې ته شي: احسن اقبال
BNG electronic credibility entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ