اسلام آباد۔27مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پرفیسر احسن اقبال سره پاکستان كښې د ترکیه سفیر ډاکټر مهمت پیکاسي ملاقات کړے ، ملاقات كښې د دواړو لارښودو تر مينځه په تجارتي او په سفارتي چارو خبرې شوي ،ملاقات كښې سفیر احسن اقبال ته په عهدہ سنبھالولو مبارکي و??كړ?? ۔ واضحه دې وي پاکست??ن او ترکیه د زړ?? پورې دوستۍ يو اوږد تاریخ لري او دواړو هېوادونو د سیلاب، زلزلې وغیرہ غوندې آفتونو په مهال د يو بل مرسته كړې ۔د ترکیه سفیر د زلزلې په مهال د پاکستان د مرستې اعتراف وكړو چې پكښې د ترکیه 11 صوبو ته زيان رسېدلے ؤ ۔ملاقات كښې وفاقی وزیر د ترکیه سفیر ته ووئېل پاکست??ن او ترکیه له داسې څانګې لټول غواړي چرته چې دواړه هېوادونه د يو بل د طاقت نه ګټ?? پورته كري ۔ ده اروپا ته د څيزونو برآمد کولو لپاره خصوصي اقتصادي زونز كښې د صنعت جوړولو لپاره د ترکیه په ملاتړ زور راوړو ٬ هغه ځكه چې په پاكستان كښںې د مزدوري لګښت د ترکیه په مقابل كښې کم دے ، ده ووئېل دواړو هېوادونو په نړۍ كښې د مسلمانانو خلاف د اسلامو ??وب?? په بريدونو سخت تشویش څرګند كړے او د ترهه ګرۍ لعنت په خلاف جنګ له ئې د خپلې مرستې پخلے كړے
وفاقي وزير احسن اقبال سره د ترکیه سفیر ملاقات ، تجارتي حجم زياتولو او په نورو څانګو كښې د كار په پېل كولو اتفاق
Fortune Five Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná